د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې مرستندویه چارې روانې دي


د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې خلک تر ړنګې ودانۍ لاندې د بندو کسانو لټون کوي - د اکتوبر اوومې انځور.
د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې خلک تر ړنګې ودانۍ لاندې د بندو کسانو لټون کوي - د اکتوبر اوومې انځور.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت او نړیوالې ادارې د افغانستان په جنوب لویدیځو ولایتونو کې د زلزلې له کبله د مرګژوبلې په اړه بېلابېل ارقام ورکوي، په ځپل شویو سیمو کې ژغورندویه او مرستندویه چارې روانې دي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د اکتوبر اوومې په زلزله کې تر ۲،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي او ۹،۲۰۰ ژوبل دي.

البته په عین حال کې نړیوال سازمانونه او ځايي چارواکي د مرګژوبلې په اړه نور ارقام ورکوي.

ملګرو ملتونو د اکتوبر پر اوومه ناوخته وویل چې له لومړني اټکل سره سم، په زلزله کې د وژل شویو شمېر ۳۲۰ دی او ګڼ نور ژوبل دي. خو هغه سازمان دا هم وویل چې د مرګژوبلې هغه ارقام هم کره نه دي.

اخوا ځايي چارواکو او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي دي چې په زلزله کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۵۰۰ ژوبل دي.

افغانستان کې زلزلې لوی ځاني او مالي زیانونه اړولي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:01 0:00

د اکتوبر پر اوومه تر لومړۍ زلزلې وروسته هم درې ټکانونو سیمه لړزولې چې اوسېدونکي یې د وېرې ښکار کړي دي.

په همدې حال کې د ژغورنې چارو ډلې په بېلابېلو کلیو او وړو ښارونو کې تر ړنګو ودانیو لاندې د خلکو لټون ته دوام ورکړی دی. د هرات د عامې روغتیا مشر محمد طالب شاهد اژانس فرانس پرېس ته ویلي دي چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي دي چې "تر ړنګو ودانیو لاندې خلک بند پاتې دي."

لومړۍ زلزلې تر ټولو زیات له ایران سره پر پوله پروت هرات ولایت ځپلی ځکه چې مرکز یې له هرات ښاره ۴۰ کېلومیټره لیرې شمال لویدیځ لوري ته وو. زلزلې د هرات ولایت مرکز تر څنګ زنده جان او یوشمېر نورې ولسوالۍ هم ځپلې دي. د هرات مرکز د نفوسو له پلوه د افغانستان درېیم لوی ښار دی چې پکې شاوخوا ۷۰۰،۰۰۰ خلک اوسي.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په وینا، پر رېښتر درجې د هغې زلزلې زور ۶.۳ وو او په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې هم احساس شوه.

د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ماشومان له کوره دباندې ارام کوي - د اکتوبر اوومې انځور.
د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ماشومان له کوره دباندې ارام کوي - د اکتوبر اوومې انځور.

د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي دي چې ډېری خلک د اکتوبر اوومې تر زلزلې وروسته له خپلو کورونو وتلي دي او نورو سیمو یا ولایتونو ته کډه شوي دي.

د هرات ولایت د جبریل ولسوالۍ د خاشرود سیمې اوسېدونکې بنفشې مشال راډیو ته د هغې شېبې د سترګو لیدل حال بیان کړ چې خلک له خپلو کورونو وتل. "۱۱ بجې او شاخوا ۱۵ دقیقې وې چې لومړۍ زلزله وشوه. وروسته یې څو نور ټکانونه هم ورکړل. بیا نو ټول خلک دباندې ووتل. هېڅوک په کور کې نه کښېناستل. ټول بهر وتلي او په کور کې نه کښېنې ځکه ډارېږي چې بیا زلزله ونه شي. ځینې خلک وايي چې بیا زلزله کېږي او ځینې نور وايي چې نه، نه کېږي."

د زلزله ځپلو سیمو خلک د کورونو ړنګېدو او بې سرپنا کېدو له وېرې سره هم مخامخ دي.

د ځمکپوهنې چارو متخصص خلیل احمد نادم وايي، په هرات کې ډېرې زلزلې نه راځي نو ځکه یې خلک خورا وارخطا کړي دي. "په هرات کې دا لومړی ځل دی چې داسې یو حالت راغلی. زما عمر ۶۵ کاله دی خو ما په تاریخ کې داسې حالت نه وو، لیدلی. نو خلک وارخطا شوي دي. له بده مرغه په افغانستان کې تحقیقاتي مرکزونه هم فعال نه دي چې وخت په وخت خلکو ته معلومات ورکړي چې خلک د زلزلې له عواقبو خبر شي او دا چې کوم تدابیر باید ونیول شي."

له بلې خوا راپورونه وايي چې د زلزلې له زیانمنو سره د نړیوالې ټولنې مرستې پیل شوې دي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش په یو بیان کې په زلزله کې پر مرګژوبلې خپګان ښوولی دی له نړیوالې ټولنې یې له ځپل شویو سره د مرستو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي دي چې هغه سازمان د طالبانو له چارواکو سره د اړتیاوو ارزونې د بیړنیو مرستو برابرولو لپاره همغږي کوي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، ویلي چې د هرات ولایتي روغتون ته یې د ټپیانو د درملنې لپاره درمل او نور شیان لېږدولي دي.

د ډبلیو اېچ او په وینا، د هرات زنده جان ولسوالي، چې ۷۰،۰۰۰ نفوس لري، ته یې د ټپیانو درملنې لپاره ۱۲ امبولانسونه استولي دي.

په همدې حال کې د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا ادارې (یو اېس اې ای ډي) مشرې سمانتا پاور پر اېکس په بیان کې لیکلي چې تر زلزلې وروسته وضعیت له نېږدې څاري او د هغې ادارې شریکان په اغېزمنو سیمو کې د مرستو هڅې کوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د بیړنیو او طبیعي ناورینونو چارو کمېشنر یانېز لېنارچېچ پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې په مرستو بار یوه الوتکه د اکتوبر پر اوومه د کابل پر هوايي ډګر کښېناسته.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره له خپلو نړیوالو شریکانو سره په رابطه کې دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ لپاره چمتو دی.

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا په یو پیغام کې ویلي چې وضعیت څاري او له افغانانو سره ولاړ دی.

همدغه شان د ترکیې حکومت په یو بیان کې د افغانستان له زلزله ځپلو سره هر ډول مرستې ته چمتووالی ښوولی دی.

د طالبانو حکومت په بیان کې ویلي دي چې پوځیانو ته یې له زلزله ځپلو خلکو سره د مرستو دنده سپارلې ده. سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې پوځي هېلېکاپټرې هم د ژغورنې او مرستو په چارو کې کارول شوې دي.

د زلزلې له کبله د هرات په بېلابېلو برخو کې برېښنا قطع شوې ده او د ودانیو نړېدو له کبله په ځینو ځایونو کې لارې هم تړل شوې دي.

په افغانستان کې وخت په وخت زلزلې مرګژوبله او مالي زیانونه اړوي. د ۲۰۲۲ز کال د جون د ۲۲مې په زلزله کې د افغانستان په جنوب ختیزو ولایتونو کې شاوخوا ۲،۵۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG