د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه د پکتيکا او خوست د زلزله ځپلو د ۲۰۰۰ کورونو په رغولو کې مرسته کوي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوتزېل د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سره د لیدو پرمهال
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوتزېل د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سره د لیدو پرمهال

ملګري ملتونه غواړي، چې له راروان ژمي نه مخکې په پکتیکا او خوست کې د زلزله ځپلو د ۲,۰۰۰ کورونو د بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي.

د جولای په ۲۲مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي مرستیال مارکوس پوتزېل د طالبانو د حکومت له چارواکو سره په لیدنه کې وویل، د دوی د ماموریت یه مهمه موخه اړمنو خلکو ته د مرستو رسول دي او دوی په دې برخه کې خپل کار ته دوام ورکوي.

یاده کتنه چې د خوست په نړیوال هوايي ډګر کې ترسره شوه، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني همدارنګه د زلرله ځپلو خپلوانو او د پکتیکا او خوست قومي مشرانو په کې برخه اخیستې وه.

په دې ليدنه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز علي اکبروف وویل، دی په خپله څو ځلې زلزله ځپلو سیمو ته تللی او په خوست او پکتیکا کې يې د زلزلې د اصلي لاملونو د مالومولو لپاره جاپاني متخصصینو ته وړاندیز کړی دی.

دی وايي، د زلزله ځپلو د ۲,۰۰۰ یا له هغې د زیاتو کورونو د بیا رغونې په برخه کې مرسته کوي.
نوموړي وړاندې وویل، ملګري ملتونه به د زلزله ځپلو سیمو د اوسیدونکو لپاره په ځانګړې ډول د اوبو، روغتیا، استوګنې، سړکونو، ښوونې روزنې او نور برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیالان، مارکوس پوتزېل او رامز علي اکبروف پوتزېل د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیراو نورو کسانو سره د لیدو پرمهال
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیالان، مارکوس پوتزېل او رامز علي اکبروف پوتزېل د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیراو نورو کسانو سره د لیدو پرمهال

رامز علي اکبروف زلزله ځپلو سیمو ته د اساسي سړکونو نشتون هم یوه مهمه ستونزه یاده کړه او ويې ویل، دوی به په دې اړه د بهرنیو ډونرانو مرستې راجلب کړي، تر څو د کورونو د جوړولو ماموریت يې د ستونزو سره مخامخ نه شي.

قومي مشر حاجي عبدالرحمان ځدراڼ په خپلو خبرو کې وویل، په زلزله ځپلو سیمو کې د کورونو د بیارغونې مخکې دې یوه تخنیکي سروي وشي. ده وویل، که چیرې په دې ځای کې د دوامدارو زلزلو احتمال وي، نو زلزله ځپلو ته دې په نورو ځدراڼ میشتو ځایونو کې د استوګنې زمینه برابره شي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم په دې ټینګار وکړ، چې د کورونو له ابادولو مخکې دې سیمې ته یو ځل متخصصین ولاړ شي، تر څو په هغو سیمو کې د کورونو د ابادولو ډاډ ترلاسه شي. نوموړي وویل، د خلکو سره په مرستو کې باید ځکه بیړه وشي، چې ژمی را روان دی او د خلکو ستونزې ډیریږي.

د یادونې وړ ده چې د جون د ۲۲مې په زلزلې او له هغه وروسته د زلزلو په نورو ټکانونو کې د پکتیکا برمل او ګیانې همدارنګه د خوست سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوړیدلي دي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې په دې زلزلو کې تر ۱,۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، سلګونه نور ټپیان دي او د خلکو ډیری کورونه او د استوګنې ځایونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او یا لږ تر لږه زیانمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG