د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوریايي یاغیانو د حلب یوشمېر برخې نیولې دي


سوریايي یاغیانو د حلب یوشمېر برخې نیولې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00

سوریايي یاغیانو د هغه هېواد د دویم لوی ښار حلب یوشمېر سیمې نیولې دي او د نومبر پر ۳۰مه یې هلته خوشالۍ هم لمانځلې دي. هغه یاغیان د ترکیې ملاتړ لري چې مشري یې القاعده پلوې هیت تحریر الشام ډله کوي. په حلب کې شاوخوا دوه مېلیونه وګړي اوسي. یاغیانو د ښار د نیولو لپاره د نومبر له ۲۷مې څخه له ادلېبه حرکت پیل کړ چې یوشمېر واړه ښارونه یې هم نیولي دي. په همدې حال کې روسیو جنګي الوتکو پر حلب هوايي حملې هم کړې دي. د شام د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې په جګړه کې د ۴۴ ولسي وګړو په ګډون لږ تر لږه ۳۲۷ تنه وژل شوي دي. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

XS
SM
MD
LG