د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوریه کې حکومت مخالفه وسلوال حما ته داخل شوي دي


د سوریايي حکومت مخالفه وسلوال د حما ښار په څنډو کې له پوځي ټانک سره ولاړ دي ـ د ډېسېمبر درېیمې انځور.
د سوریايي حکومت مخالفه وسلوال د حما ښار په څنډو کې له پوځي ټانک سره ولاړ دي ـ د ډېسېمبر درېیمې انځور.

تر هغې وروسته چې په سوریې (شام) کې وسلوال مهم ښار حما ته داخل شوي، د هغه هېواد پوځ ویلي چې د ولس د ژوند خوندیتوب او په ښار کې یې د جګړې درولو لپاره خپل سرتېري په نورو ځایونو کې ځای پر ځای کړي دي.

حما ښار ته د حکومت مخالفو وسلوالو داخلېدل د ولسمشر بشار الاسد او د هغه د اتحادیانو روسیې او ایران لپاره یو بل زیان ګڼل کېږي.

د سوریې پوځ د ډېسېمبر پر پینځمه په بیان کې ویلي چې په تېرو څو ساعتونو کې د پوځ او وسلوالو ډلو ترمینځ جګړه سخته شوې ده او وسلوال د یوشمېر خنډونو په ماتېدو ښار ته داخل شوي دي.

حما د شام څلورم لوی ښار دی چې د دمشق د دفاع لپاره مهم ګڼل کېږي او د هغه هېواد د ساحلي ښارونو طرطوس او لاذقیه دروازه هم بلل کېږي. په طرطوس کې روسیه یوه ستراتیژیکه بحري اډه لري.

تر دې یوه ورځ وړاندې شامیو او روسیو عسکرو د وسلوالو د پرمختګ درولو لپاره ورباندې بمباري کړې وه.

بلخوا ملګرو ملتونو ویلي چې په هغه هېواد کې د جګړې له امله په لسګونه زره کسانو کډې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر په پای کې حکومت مخالفو وسلوالو د سوریې د دویم لوی ښار حلب یوشمېر سیمې ونیولې. هغه وسلوال د ترکیې ملاتړ لري چې مشري یې القاعده پلوې هیت تحریر الشام ډله کوي.

XS
SM
MD
LG