د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي د ګیس ذخیرو کمېدو له کبله یې خلکو ته ۲۴ ساعته نه شي ورکولای


د بلوچستان د سېوۍ ګیس د نللیکو په مرسته د پاکستان نورو برخو ته لېږدول کېږي - انځور له ارشیفه
د بلوچستان د سېوۍ ګیس د نللیکو په مرسته د پاکستان نورو برخو ته لېږدول کېږي - انځور له ارشیفه

د پاکستان حکومت وايي، د ګیس زېرمو کمېدو له وجې یې کاروبارونو او خلکو ته ۲۴ ساعته نه شي ورکولی.

په همدې حال کې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان یوشمېر اوسېدونکو مشال راډيو ته ويلي اوسمهال هم پوره ګیس نه لري.

د پاکستان د انرژۍ چارو وزیر مصدق ملک د اپرېل پر پينځمه په کراچۍ کې له سوداګرو سره تر ملاقات وروسته ورسره ګډې خبري غونډې ته وويل چې په هېواد کې هر کال د ګیس ذخیرې کمېږي. "له موږ سره د ګیس ذخيره دومره کمه شوې ده چې اوس موږ ولس ته ۲۴ ساعته ګیس نه شو ورکولی. په بلوچستان کې له تېرو دوو اوونیو راهيسې ناڅاپه يخني بيا زياته شوې نو موږ د بلوچستان ولس ته د ګیس برخه زياته کړې ده. هر کال په هېواد کې د ګیس په استعمال کې له درو څخه تر پينڅه فیصده اضافه کېږي خو ذخیرې یې کمېږي."

مصدق ملک بلوچستان ته د ګیس زیاتولو ادعا کوي خو د هغې صوبې یوشمېر اوسېدونکو مشال راډيو ته وويل چې په مياشت کې يو ځل هم ګیس نه لري.

د پښين اوسېدونکي مولا داد اڅکزي د اپرېل پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې د ګیس د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخامخ دي او څو ځلې یې په دې اړه احتجاج هم کړی خو حکومت یې خبره نه اوري.

د بلوچستان د ژوب يو اوسېدونکی محمد حنيف زاهد کاکړ هم وايي چې چارواکي اعلانونه ډېر او عمل پرې کم کوي.

هغه د اپرېل پر ينځمه مشال راډيو ته وويل، "په پاکستان کې تر ټولو ډېر زيات ګیس په بلوچستان صوبه کې پيدا کېږي خو دلته خلک په کورونو کې ګیس نه لري. د روژې په مياشت کې د بشپړ ګیس ورکولو وعدې او اعلانونه وشول خو په عمل کې هېڅ نشته."

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په خيبر پښتونخوا کې د ګیس د نشتوالي له امله سي اېن جي ګیس سټېشنونه بند کړي ول. په ګيس د چلېدونکو ګاډو ډرېورانو د بندیز په خلاف مظاهرې کړې وي.

خو د پاکستان حکومت ويلي چې په هېواد کې د انرژۍ د کمي پوره کولو لپاره له افغانستانه سکاره او له روسيې تېل اخلي.

مصدق ملک د اپرېل پر لومړۍ نېټه له شخصي جیو نیوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې ويلي ول چې روسیې له پاکستان سره منلې چې د تېلو بیه به همهغه وي چې مسکو د خپلو ګاونډيانو لپاره ټاکلې ده. "راتلونکې میاشت به له روسیې تېل اخیستل پيل کړو. دلته د تېلو رارسېدل به له ۲۶ څخه تر ۲۷ ورځو پورې وخت واخلي. دا تېل د سمندر له لارې راځي."

ملک زیاته کړې چې دا سودا به د پاکستان د انرژۍ کمي پوره کولو کې مرسته وکړي.

خو د کراچۍ د لياري سيمې يو اوسېدونکي روښان جمال مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد ژر د د انرژۍ کمی پوره کړي.

هغه زیاته کړه چې د روژې په مياشت کې ګیس ته ډېر ضرورت دی او نشتوالي یې لویه مسله جوړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG