د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې خلک د ګېس له کمي سر ټکوي


د پاکستان حکومت په دې ورستیو کې د ګیس د ویش یو داسې نظام اعلان کړ چې پکې کورونو ته ګیس ورکول یې لومړیتوب وو.
د پاکستان حکومت په دې ورستیو کې د ګیس د ویش یو داسې نظام اعلان کړ چې پکې کورونو ته ګیس ورکول یې لومړیتوب وو.

په خیبرپښتونخوا کې یوشمېر خلک د ګېس له کمي سر ټکوي او وايي چې که حکومت د ګیس کمي او بندېدو ته پر وخت سم پام ونکړ نو دا مسله به نوره هم زیاته شي.

د پېښور اوسیدونکی شاه سلطاني د نومبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسي د دوی په سیمه کې د ګیس د کمي ستونزه وه خو اوس لا زیاته شوې ده.

د ده په وینا، د ژمي له پيل سره سم کورونو ته د ډیر لږ وخت لپاره ګیس ورکول کېږي او د هغې فشار هم ډیر کم وي چې دوی پرې سم پخلی هم نشي کولای.

ده وویل، "د ورځې د درو یا څلورو سوو روپو په سلنډر کې ګیس اچوو. سم په مصیبت اخته یو. خلک په مشینونو ګیس راوباسي خو هغه هم زموږ کور ته نه راځي. ګیس چې په ۲۵۰ کیلو شو نو غریب خلک به د دې غم کوي او که خواړه به برابروي."

په پاکستان کې د تیلو او ګیس ادارې اوګرا د نومبر پر لومړۍ نېټه د مایع پیټرولیم ګیس یا ایل پي جي د یو کیلو په نرخ کې ۱۳ روپۍ زیاتوالی وکړ چې ورسره د ۱۱ اعشاریه اته کیلوګرامه سلنډر نرخ ۲۵۵۹ روپۍ او ۳۵ پیسو ته ورسیده.

د کوهاټ یوه اوسیدونکې نوشین فاطمه بیا وايي چې په ښارونو کې د پخلي او ګرمو اوبو لپاره دوی سره یوازینۍ لاره د ګیس استعمال دی ځکه چې هلته د لرګیو اخیستل او راوړل هم ډیر ګران وي.

نوموړې مشال راډیو ته وویل چې کور ته یې اکثره ګیس بند وي خو بیلونه ورپسي پوره ورځي.

دې زیاته کړه، "په پښتونخوا کې هر چیرته چې حکومت ګیس ورکړی هلته یې فشار ډیر کم وي. د ګیس را اېستلو لپاره خلک اوس یو ډول مشینونه کاروي خو په هغې هم ډیر کم ګیس راوځي."

په پاکستان او په تېره بیا په خیبرپښتونخوا کې دا مهال نه یوازې خلک په کورني استعمال کې د ګیس له کمي سر ټکوي بلکې د ګاډو لپاره هم په پمپونو کې د سي این جي د کمي مسله ده.

د مایع پيټرولیم ګیس یا ایل پي جي د ټول پاکستان د کارکوونکیو اتحادیې مشر عبدالهادي مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې د سي این جي پمپونو تر جوړېدو وروسته د ګیس نرخ کم او استعمال ډیر زیات شوی وی چې له وجې یې په هېواد کې تراوسه د ګیس د کمي ستونزه نه هوارېږي.

نوموړي زیاته کړه چې که حکومت په هېواد کې د ګیس طلب او رسد ته په سمه توګه پام وکړي نو د ګیس د کمي مسله ختمیدای شي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د ګیس د ویش یو داسې نظام اعلان کړ چې پکې کورونو ته ګیس ورکول یې لومړیتوب وو.

د ټول پاکستان د سي این جي د کارکونکیو د اتحادیې پخوانی مشر او د یونیورسل ګیس ډیسټریبیوشن ادارې مشر غیاث پراچه بیا وايي چې د پاکستان ابادي ورځ تر بلې سیوا کېږي او که حکومت پر وخت دا مسله حل نه کړه نو په راتلونکي کې به د ګیس بحران لا نور زیات شي.

ده مشال راډیو ته وویل، " حکومت له پکار ده چې د ګیس مارکیټ خلاص کړي چې د حکومتي کمپنیو په څیر شخصي ادارې هم کار پیل کړي. پر حکومتي کمپنیو هېڅ فرق نه پریوځي چې ګیس شته او که نیشته ځکه چې د هغوی تنخواګانې او مراعات مقرر وي. بل حکومت دې پر ګیس رعایت نه ورکوي."

د ده په وینا، دا مهال ګیس کم نه دی بلکې استعمال یې غلط روان دی.

نوموړي زیاته کړه، "دوی د ځینو خلکو لپاره پر ګیس دومره کم رعایت ورکوي چې نرخ یې د اوبو له بوتله کم وي، که ګیس په خپل نرخ خرڅ شي نو خلکو ته به احساس کېږي چې د انرژۍ او ګیس اهمیت څه دی او استعمال یې څنګه پکار دی."

په سېنټ کې د نومبر پر ۱۲مه د ګیس د بندېدو په اړه بحث وشو او یو شمېر کسانو پرې خبرې وکړې.

د پاکستان پیپلز ګوند غړې شیري رحمان وویل چې له ۲۰۱۲م کاله راهیسي په هېواد کې د ګیس نرخ زیات شوی خو ورسره د ګیس کمي هم زیاته شوې ده.

د دې په ځواب کې د انرژۍ وفاقي وزیر حماد اظهر وویل چې دوی کورونو ته درې وخته د ګیس ورکولو هدایات ورکړي دي.

هغه زیاته کړه، "په پاکستان کې هر ځل چې د ګیس کمی راځي، د هغې زیات تعلق له ایل این جي سره نیشته. ایل این جي موږ په دې سختو حالاتو او یخ موسم کې هم درامد کوو. په پاکستان کې د ګیس د کمي مسله کورنی استعمال دی چې په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیات دی."

د ده په وینا، په پاکستان کې دا مهال ۲۸ في صده کورونو ته د پایپونو له لارې ګیس ورکول کېږي او د دې ضرورت پوره کولو لپاره حکومت هر کال کارخانو ته ګیس کم کړی دی.

په خیبرپښتونخوا کې د ګیس د کمي مسلې په اړه مو د خزانې وزیر تیمور سلیم جګړه سره د خبرو هڅه وکړه خو هغوی زموږ ټیلي فون پورته نه کړ.

د خیبرپښتونخوا د وزیراعلا له دفتره د نومبر پر ۲۷مه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې وزیراعلا محمود خان د ګیس د کمي او بندېدو په لړ کې د ګیس ادارې سي این جي پي ایل چارواکو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې باید د ګیس د کمي مسله هواره کړي.

XS
SM
MD
LG