د خېبر پښتونخوا د سي این جي پمپونو اتحادیه وايي، دوی د بجلۍ جوړولو لپاره مرکز ته د پښتونخوا د برخې ګېس نه شي ورکولی او نه د دغې لپاره په صوبه کې سي این جي پمپونه بندوي.
دا خبره پرون د مارچ پر دویمه په پېښور پریس کلب کې د سي این جي پمپونو د اتحادیې مشر فضل مقیم خان خبریالانو ته وکړه. له مشال رېډیو سره په خبرو کې فضل مقیم خان د خپلو غوښتنو په اړه زیاته کړه.
نوموړی وايي: "زموږ نه یې دا مطالبه وکړه چې تاسو د جون نه تر د سېپټېمبره پورې سي این جي سټېشنونه زیاتره وخت بند وساتئ چې موږ له تاسو نه ګېس واخلو او ارزانه بجلي جوړه کړو، خو موږ ورته وویل چې وبخښئ موږ داسې نشو کولی، موږ د خپل ولس حق نشو خوړلی."
د خیبر پښتونخوا د سي این جي پمپونو د اتحادیې مشران وایي، په صوبه کې د ګېس پېداوار له ضرورت نه زیات دی او د بنو او لکي مروت پشمول په ځینو نورو ځایونو کې هم د ګېس ذخیرې شته: "دا وخت ۴۷۸ اېم اېم سي اېف ډي پیداوار لرو، په یوه میاشت کې دننه به په دې پیداوار کې له بنو ویسټ او ولي بلاک نه په دې کې نور تولید هم شامل شي."
نوموړی وايي، په داسې صوبه کې د ګېس لوډشېډنګ یو غیر اییني کار دی.
تر دې وړاندې د فبرورۍ په میاشت کې د لکي مروت بیټنیو او په جنورۍ کې د بنو میریان، بکاخیل، اتمانزیو او ډومیل احمدزيو په خپله سیمه کې پر موندل شوي ګېس د حق ترلاسه کولو او لومړی یې دوی ته د ورکولو لپاره احتجاج هم کړی وو. د خیبر پښتونخوا د سي این جي پمپونو د اتحادیې مشر فضل مقیم خان وايي، د خلکو حق دی چې له حکومته د احتجاج له لارې وغواړي چې اول دې هغوی ته ګیس ورکړي او بیا دې د هغوی له سیمې نورو سیمو ته ګیس ولېږدوي.
خبریال او شنونکی بخت زاده یوسفزی وايي، د صوبې او مرکز تر منځ د قدرتي وسایلو د وېش په هکله د خیبر پښتونخوا ټولو فعالو سیاسي ګوندونو له په شریکه هڅې کول پکار دي. نوموړی زیاتوي، دا د صوبې حق دی او په ترلاسه کولو کې د سیاسي ګوندونو کار خورا مهم دی.
بلخوا په ایین کې د ۱۸م ترمیم وروسته صوبې په خپلو وسایلو او د دې پر استعمال حق لري. د پېښور های کورټ په ۲۰۱۲ کال کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ګیسو په لوډشیډنګ او د سي این جي پمپونو په بندولو له دې وجې پابندي لګولې وه چې په دې صوبه کې د ضرورت نه زیات ګیس ویستل کېږي او د ایین له مخې په دې باندې لومړی حق د خیبر پښتونخوا د خلکو دی.