د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروت بېټنیو پر ګېس د حق ترلاسه کولو لپاره پرلت وهلی


د لکي مروت یو اوسېدونکي او سیاسي فعال اختر ګل بېټني په دې اړه مشال راډيو ته وویل چې دا ګېس په سب ډويژن بټني کې موندل شوی دی.
د لکي مروت یو اوسېدونکي او سیاسي فعال اختر ګل بېټني په دې اړه مشال راډيو ته وویل چې دا ګېس په سب ډويژن بټني کې موندل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې بټنیو هلته پر موندل شوي ګیس د خپل حق ترلاسه کولو لپاره پرلت جاري ساتلی دی.

احتجاج کوونکو د فبرورۍ پر ۲۴مه ناوخته مشال راډيو ته وویل د دوی په سیمه کې د ګېسو لویه زېرمه موندل شوې او حکومت یې ورڅخه نورو سیمو ته وړي.

د لکي مروت یو اوسېدونکي او سیاسي فعال اختر ګل بېټني په دې اړه مشال راډيو ته وویل چې دا ګېس په سب ډويژن بټني کې موندل شوی دی.

ده وویل چې پر دې قدرتي زېرمه لومړی حق د دوی د سیمې د ولس دی او له هغه وروسته دې د پاکستان نورو سیمو ته ورکړل شي.

ده زیاته کړه، "زموږ غوښتنه دا ده چې کوم اییني حق زموږ د سب ډیویژن بټنیو جوړېږي، هغه دې موږ ته راکړل شي. خو هغه موږ ته نه دی راکړل شوی او نه مو هم مذاکرات کامیاب شوي دي."

اختر ګل بېټني زیاته کړه چې د سیمې ولس یې د صحت او تعلیم په څېر د ژوند له بنیادي اسانتیاوو بې برخې دي.

لکي مروت د خیبر پښتونخوا په جنوب کې پرته د صوبې یو له تر وروسته پاتې ضلعو ګڼل کېږي.

د دې سیمې یو بل اوسېدونکي او د ملي جمهوري غورځنګ د خیبر پښتونخوا جنرل سیکرټري ندیم عسکر مشال راډیو ته وویل، دا دوی ته د منلو نه ده چې د سیمې ګېس یې نورو سیمو ته انتقال کړل شي.

ده وویل، دا د دوی ګېس دی او له دې څخه امدن باید د دې سیمې د ولس د ستونزو پر هواري او د پرمختګ چارو ولګول شي.

پرلتوالو مشال راډيو ته وویل چې تر هغه وخته به د ګېسو محکمه د پایپ غځولو ته نه پرېږدي تر څو چې دوی ته پر خپلو ګیسو رایلټي نه وي ورکړل شوې.

د لکي مروت د ضلعي انتظامیې یو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل چې د سیمې مرسیتال کمېشنر او نور چارواکي احتجاج کوونکو ته ورغلي او ډاډ یې ورکړی چې ځايي ولس ته به پر خپلو ګیسو پوره حق ورکول کېږي.

تر دې مخکې تېر کال د شمالي وزیرستان په شوه کې هم د ګېسو یوه لویه ذخیره موندل شوې وه چې ورباندې د رایلټي غوښتنې لپاره د بنو بکاخېلو هم ورته احتجاج کړی وو.

XS
SM
MD
LG