د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منځنۍ کورمې خلکو په احتجاج کې تور پورې کړی چې امنیتي ځواکونه عام ولس ځوروي


په کورمه کې تر دې وړاندې هم ځايي خلکو د امنیتي ځواکونو له خوا د عام ولس ځورولو پرضد احتجاجونه کړي دي. (انځور: ارشیف)
په کورمه کې تر دې وړاندې هم ځايي خلکو د امنیتي ځواکونو له خوا د عام ولس ځورولو پرضد احتجاجونه کړي دي. (انځور: ارشیف)

د خيبرپښتونخوا په منځنۍ کورمه کې خلکو د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کړی دی.

د منځنۍ کورمې په تیندو سیمه کې د جون پر ۲۳ مه شوي احتجاج کې غوښتنه وشوه چې د امنيتي سرتيرو لخوا نيول شوي بې ګنا کسان دې خوشې کړل شي او د صدې مرکزي لار دې خلاصه کړل شي.

دوي تور پوری کړ چې امنيتي سرتيري د خلکو کورونه ړنګوي او پر ولسي وګړو تشدد کوي.

په احتجاج کې شامل قبايلي مشر محمد انور مشال راډيو ته وويل چې د جون پر ۲۱ مه د پوځ پر ګاډي شوې چاودنه کې د سيمې خلکو هېڅ لاس نه درلودو خو د هغو باجود امنيتي سرتيرو ۱۲ کسان وهلي او بيا يې له ځان سره بيولي دي.

نوموړی وايي امنيتي سرتيرو دوه کورونه په بمونو ړنګولي او لار يې ورباندې هم تړلې ده.

د منځنۍ کورمې چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط له مشال راډيو سره په خبرو کې منلې چې دوه کورونه په بمونو الوځول شوي خو نور معلومات يې ورنکړل.

دغه راز ياد چارواکو وويل چې د ۱۲ کسانو د نيولو او لار تړلو په اړه ورسره هم معلومات نشته.

XS
SM
MD
LG