د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکي ولسمشر اردغان مخالف فتح الله ګولن په جلاوطنۍ کې ومړ


فتح الله ګولن د امریکا په پېنسلوانیا ایالت کې په خپل کور کې - د ۲۰۱۶ز کال انځور.
فتح الله ګولن د امریکا په پېنسلوانیا ایالت کې په خپل کور کې - د ۲۰۱۶ز کال انځور.

امریکا مېشتی دیني عالم او خطیب فتح الله ګولېن، چې یو وخت د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان ملګری وو خو په ۲۰۱۶ز کال کې یې پرضد د کودتا پلان په جوړولو تورن شو، د ۸۳ کلونو په عمر ومړ.

د هرکل په نوم د ګولېن خطبو خپروونکې ووبپاڼې او ګڼو سرچینو چې پکې د ترکیې حکومت، سي اېن اېن ترک او په جرمني کې د ګولېن له غورځنګ سره تړلي سازمان – د مکالمې او تعلیم بنسټ – د اکتوبر پر ۲۱مه تایید کړه چې نوموړی یوه ورځ مخکې مړ شوی دی.

هرکل ووبپاڼې پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې لیکلي: "زموږ ښوونکی د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۲۰مه ماخوستن ۲۰ باندې نهه بجې په هغه روغتون کې ومړ چې پکې له یوې مودې راهیسې تر درملنې لاندې وو."

ووبپاڼې زیاته کړې چې د هغه ډاکتران به یې "په راتلونکو ساعتونو کې" د وضعیت په اړه بیان ورکړي.

هرکل د ګولېن ناروغي نه ده یاده کړې.

سي اېن اېن ترک د ګولېن د وراره له خولې د هغه مړینه تایید کړې او د مکالمې او تعلیم سازمان هم ویلي چې هغه د اکتوبر پر ۲۰مه مړ شوی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حقان فیضان د ګولن د مړینې په اړه د هغه هېواد د استخباراتي راپورونه تایید کړل او نوموړی یې د "یو تور سازمان" د مشر په توګه یاد کړ.

نوموړی له ۱۹۹۹ز کال راهیسې په امریکا کې د جلاوطنۍ ژوند کاوه او ترکي حکومت یې په ۲۰۱۷ز کال کې تابعیت لغوه کړی وو.

د اردغان او د هغه د حکومت پرضد د ۲۰۱۶ز کال د کودتا هڅه پر هېواد خورا لوی اغېز کړی وو. هغه مهال یوشمېر حکومت ضد سرتېرو جنګي الوتکې، ټانکونه او نورې درنې وسلې او تجهیزات وتښتول او د ولسمشر د لیرې کولو هڅه یې وکړه. په هغو پېښو کې شاوخوا ۲۵۰ تنه وژل شوي ول.

د ترکیې حکومت تر هغې وروسته د هزمت (خدمت) په نوم د ګولن د شبکې پرضد مبارزه پیل کړه او هغه یې د کودتا په پلان تورن کړ. خو ګولن په بیا بیا د انقرې تورونه رد کړي ول.

انقرې د کودتا تر هڅې وروسته د لوړپوړو پوځي افسرانو په ګډون په زرګونو سرتېري او قاضیان ونیول او په زرګونو کسان یې له دندو ګوښه کړل.

ترکیه هزمت یو ترهګر سازمان بولي. هغه سازمان مبهم خو اغېزناکه دی او په تعلیمي فعالیتونو او مدني ټولنې ته د ودې ورکولو چارې پر مخ لېږدوي.

د اردغان په مشرۍ چې د ترکیې حکومت د ګولن د شبکې پر ضد اقدامات پیل کړل نو پاکستان یې هم په هغه هېواد کې د "پاک – ترک" په نوم ښوونځي وتړل. له دې پرته د ګولن سازمان په افغانستان کې هم "افغان - ترک" ښوونځي چلول.

ګومېر اساییف په سېنټ پیټرزبرګ کې د منځني ختیځ د عصري مطالعاتو مرکز مشر دی. نوموړي د اکتوبر پر ۲۱مه د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ته وویل چې د ګولن غورځنګ تر کلونو پورې له ترکیې بهر د هغه هېواد د "ښه انځور" وړاندې کولو د هڅو برخه وو.

دی البته زیاتوي چې د حکومتي اقداماتو او "ځپلو" له وجې په "ترکیه کې د ګولن غورځنګ تباه شو."

په بروکسل (برسلز) کې د منځني ختیځ چارو پوه پیتر کلېپې وايي چې دا سمه ده چې ګولن تعلیمي ادارې جوړې کړې وې، چې دا یې "د میراث مثبته برخه" ده خو زیاتوي چې که پر هغه په کودتا کې د لاس لرلو تور ثابت شي، نو میراث یې زیانمنېدای شي.

XS
SM
MD
LG