د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکی حکومت ۳۸۰۰۰ بندیان خوشې کوي


ترکیه پلان لري نژدې ۳۸۰۰۰ بندیان خوشې کړي ځکه چې په زندانونو کې د ډېرو بندیانو د یوځای کېدو له کبله ستونزې راپورته شوي دي.

دغه بندیان به تر نظارت لاندې وي.

د ترکیې عدلیې وزیر نن چارشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې د حکومت له‎خوا دغه پروګرام منل شوی دی.

دی وایي، دغه اقدام یوازې د هغو بندیانو په برخه کې پلیکېږي چې د تېر جولايي تر لومړۍ نېټې دمخه بندیان شوي دي او هغه کسان به پکې شامل نه وي چې د قتل، ترهګرۍ او یا ملي امنیت د سرغړونې په تور بندیان دي.

د عدلیې وزیر ټینګار کړی چې دا خوشېکېدل د بخښنې مانا نه‎لري.

د ترکیې زندانونه د جولايي د میاشتې تر کودتا وړاندې هم تر اندازې ډېر ډک وو او د جولایي د پنځلسمې تر کودتا وروسته ۳۵ زره کسان ور زیات شول.

ترکي چارواکي د دغې کودتا پړه پر جلاوطني مذهبي مشر فتح الله ګولېن اچوي او په مختلفو حکومتي کړیو کې یې د ګولېن پلویان یا نیولي یا یې له دندو ګوښه کړي دي، خو ګولېن په کودتا کې لاس لرل ردوي.

XS
SM
MD
LG