د کوز جنوبي وزيرستان د اعظم ورسک په يو جومات کې بمي چاودنې لږ تر لږه څلور کسان ژوبل کړي دي.
د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر اصف بهادر رسنيو ته ويلي چې چاودنه د مارچ پر ۱۴مه په "عبدالعزيز جومات" کې شوې.
دی وايي، بارودي مواد په جومات کې دننه ایښي ول.
د بهادر په خبره، په ژوبلو کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ضلعي امير مولانا عبدالله نديم هم شامل دی او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
د پاکستان د پوځ يو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې داسې ښکاري چې د بريد هدف مولانا نديم وو.
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا د نوښار د اکوړي د حقانیه مدرسې په جومات کې چاودنه وشوه چې پکې د جمعیت علمای اسلام (س) مشر او د مدرسې مرستیال مشر مولانا حامد الحق حقاني په ګډون اووه تنه ووژل شول او یوشمېر نور ژوبل شول.
په اعظم ورسک کې چاودنه تر هغې یوه ورځ وروسته شوې چې وسلوالو د جنوبي وزیرستان له پولې سره نېږدې د ټانک په جنډوله کې پر اېف سي کلا برید وکړ چې پکې د پوځ په وینا یو سرتېری ووژل او دوه ژوبل شول.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې (اې اېس پي ار) د مارچ پر ۱۴مه په بیان کې وویل چې امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۱۰ مشکوک وسلوال وژلي دي. مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.
ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې د پوځ او وسلوالو ترمینځ په نښته کې دوه ولسي وګړي هم ژوبل شوي دي.
د جنډولې پر اېف سي کلا د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په وروستیو اونیو کې وسلوالو ډلو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې لویې حملې کړې دي.
وسلوالو د مارچ پر څلورمه د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر چاوڼۍ لوی برید کړی وو. د پاکستان پوځ وايي، په دوو موټر بمي ځانمرګو بریدونو کې له چاوڼۍ سره نېږدې د یوشمېر کورونو بامونو او دېوالونو نړېدو له کبله ۱۳ تنه ووژل او ۳۲ ژوبل شول. پوځ وايي، په ځوابي برید کې یې ۱۶ مشکوک وسلوال ووژل.
پر پوځي چاوڼۍ د بريد مسووليت د "جيش فرسان محمد" په نوم يوې وسلوالې ډلې منلی وو.
په وروستيو درو کلونو کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. په اسلام اباد کې د شخړو او امنيت څېړنيزې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په فبرورۍ میاشت کې وسلوالو لږ تر لږه ۷۹ بريدونه کړي دي. په هغو بریدونو کې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ول.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ په بېلابېلو سیمو کې خپلو عملياتو ته دوام ورکړی دی. د هغې اسلام اباد مېشتې ادارې په راپور کې راغلي چې امنيتي ځواکونو په فبرورۍ کې ۱۶۶ مشکوک وسلوال وژلي دي.