پولیس وايي، په لکي مروت کې په ریموټ بم چاودنه کې د هغوی دوه سرتېري ژوبل شوي دي.
د لکي مروت د پولیسو ویاند وايي، د مارچ پر ۱۵مه د پولیسو د موټر سره په خوا کې د ریموټ بم په چاودنه کې د هغوی دوه سرتېري ژوبل شوي دي خو په ځوابي برید کې یو وسلوال هم وژل شوی دی.
کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې د مارچ پر ۱۴مه هم پولیسو ویلي وو چې وسلوالو په بنو او لکي مروت کې د هغوی پر پنځو بېلا بېلو څوکیو بریدونه کړي دي.
د بنو د پولیسو ویاند حنظله د مارچ ۱۴مې نېټې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې وسله والو د خوجړي، غوریواله او بکاخېلو پر څوکۍ د لاسي بمونو بریدونه کړي دي.
خو د ده په وینا، د پولیسو د چټکې کارروايۍ له کبله څه زیان نه دی رسېدلی او وسله وال تښتېدلي دي.
بل پلو د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد خان د مارچ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې وسله والو پر پیزو او ډوډیواله تاڼه برید کړی دی خو د ده په خبره پولیسو وسله وال پرشا تمبولي دي.
د وسله والو له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو او همدا رنګه په ورڅېرمه قبایلي ضلعو کې امنیتي وضع نارامه شوې ده.
د مارچ پر ۱۴مه د کوز جنوبي وزيرستان د اعظم ورسک په يو جومات کې بمي چاودنې لږ تر لږه څلور کسان ژوبل کړي ول. د پولیسو په وینا په هغه برید کې د نورو ترڅنګ د جمعیت علمای اسلام (ف) ضلعي امير مولانا عبدالله نديم هم شامل دی او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د هغې چاودنې ذمه واري چا نه وه قبوله کړې.
همدا رنګه د مارچ پر ۱۴مه د ټانک ضلعې په جنډوله کې د اېف سي ځواک پر کلا په وسلوال برید کې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل شوي ول.
د پاکستان پوځ تر پېښې وروسته ویلي وو چې په ځوابي برید کې یې ۱۰ مشکوک وسلوال وژلي دي. مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.
د جنډولې پر اېف سي کلا د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په وروستيو درو کلونو کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. په اسلام اباد کې د شخړو او امنيت څېړنيزې ادارې، چې د بریدونو شمېرې غونډوي، په خپل تازه راپور کې ويلي چې په فبرورۍ میاشت کې وسلوالو لږ تر لږه ۷۹ بريدونه کړي دي. په هغو بریدونو کې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ول.
د راپور له مخې، په هغو بریدونو کې ۵۵ ولسي وګړي او ۴۷ امنيتي سرتېري وژل شوي دي. په هغو حملو کې د ډېريو ذمه واري بلوڅ بیلتونپالو ډلو او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو ډلو منلې دي.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ په بېلابېلو سیمو کې خپلو عملياتو ته دوام ورکړی دی. اسلام اباد مېشتې هغې ادارې په راپور کې راغلي چې امنيتي ځواکونو په فبرورۍ کې ۱۶۶ مشکوک وسلوال وژلي دي.