د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې ۴ پوځيان وژل شوي او ۳ پوليس تښتول شوي دي


په جنوبي وزيرستان کې پوځيان د يو سرتېري مړی د ښځولو لپاره وړي ـ انځور له ارشيفه
په جنوبي وزيرستان کې پوځيان د يو سرتېري مړی د ښځولو لپاره وړي ـ انځور له ارشيفه

د بر جنوبي وزیرستان د استخباراتي ادارې يو چارواکی وايي چې د فبرورۍ پر څلورمه وسلوالو په شکتوی کې د پوځ پر امنيتي پوسته په بريد کې څلور عسکر وژلي او اووه يې ژوبل کړي دي.

د استخباراتي ادارې چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د فبرورۍ پر پینځمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو د فبرورۍ پر څلورمه شپې ۱۱ بجې د شکتوی تحصيل په شرکۍ سيمه کې د پوځ پر رغزي امنيتي پوسته بريد وکړ چې وسره نښته پیل شوه.

دی وايي، په پېښه کې څلور پوځيان ووژل شول او اووه ژوبل شول.

نوموړي زياته کړه چې تر پېښې وروسته وژل شوي او ژوبل سرتېري په هېليکاپټر کې پوځي روغتون ته لېږدول شوي او امنيتي ځواکونو په سيمه کې د وسلوالو خلاف د لټون عمليات پيل کړي دي.

استخباراتي چارواکي دا و نه ويل چې ایا په ډزو کې وسلوالو ته هم مرګژوبله اوښتې او که نه.

پر پوستې د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

بلخوا د بر جنوبي وزيرستان د پوليسو يو لوړپوړي چارواکي د فبرورۍ پر پینځمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو د لدا تحصيل په سپينه مېنه (مېله هم بلل کېږي) کې درې پوليس سرتېري له خپلو کورونو تښتولي دي.

د پوليسو د تښتونې مسوولیت هم لا چا نه دی منلی.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا، په ځانګړې توګه، په جنوبي ضلعو کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د فبرورۍ پر لومړۍ په ډېره اسماعیل خان کې په وسلوال برید کې د بلوچستان د لېویز ځواک د څلورو سرتېرو په ګډون پینځه تنه ووژل شول.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې په هغه هېواد کې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په ۲۰۲۴ز کال کې بریدونه ۷۰ سلنه زیات شول. د رپورټ له مخې، ۹۵ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

داراز، په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز په نوم د سولې د مطالعاتو يوې څېړنيزې ادارې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.

په تېرو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، غونډې، پرلتونه او جرګې شوې دي او خلکو په بیا بیا له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي دي چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG