د پاکستان په ځینو ښارونو کې د تحریک انصاف او د هغه ګوند د پلویانو او یوشمېر خبریالانو پرضد لوحې (بینرونه) لګېدلي دي.
د پاکستان یوشمېر رسنیو د جولای پر ۲۴مه وویل چې هغه لوحې په اسلام اباد، راولپېنډۍ، کراچۍ او پېښور کې په ځینو ځایونو کې لګېدلي دي چې ورباندې د تحریک انصاف د یوشمېر مخکښه مشرانو تصویرونه خپاره شوي او ورسره د هغوی نومونه هم لیکل شوي دي.
د رسنیو په وینا، پر هغو بینرونو د ځینو هغو خبریالانو، بلاګرانو او د ټولنیزو شبکو فعالانو انځورونه هم خپاره شوي چې د پي ټي ای پلویان بلل کېږي.
له دې پرته پر لوحو د پاکستان د تحقیقاتي خبریال احمد نوراني انځور هم لګېدلی دی.
پر لوحو په اردو او انګرېزۍ ژبو په لیکنو کې هغوی ټول له "پاکستان" سره په "غدارۍ" تورن شوي دي.
د پاکستان، پنجاب، سیند او خیبر پښتونخوا حکومتونو او د اسلام اباد انتظامیې لا د هغو لوحو په اړه څه نه دي ویلي او تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چا او ولې لګولي دي.
هغو خبریالانو، فعالانو او پاکستان تحریک انصاف هم د هغو لوحو په اړه غبرګون نه دی ښوولی.
البته د پي ټي ای پارلېماني استازو د جولای پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د مظاهرې پر مهال تور پورې کړی وو چې حکومت یې پر سیاستوالانو او پلویانو فشار راولي.
حکومت د پي ټي ای د دعوو په غبرګون کې څه نه ول ویلي خو د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شريف د جولای پر ۲۲مه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې پر تحريک انصاف سختې نیوکې وکړې. نوموړي دعوه هغه ګوند د "ریاستي ادارو پر ضد خپل تبلیغات" جاري ساتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د وفاقي حکومت د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د جولای پر ۱۵مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې تحريک انصاف د ریاست پر وړاندې ویجاړوونکي کارونه کوي نو ځکه ورباندې بندیز لګول غواړي.
البته د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د جولای پر ۱۶مه په لاهور کې خبریالانو ته ویلي ول چې پر پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) د بنديز لګولو پرېکړه حتمي یا وروستۍ نه ده.
ډار ویلي ول چې حکومت هېڅ سیاسي پرېکړه نه کوي بلکې هر څه به له قانون او ايين سره سم کېږي.
تر دې مخکې سپريم کورټ فیصله کړې وه چې تحریک انصاف ته دې په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ورکړل شي.
سپريم کورټ د جولای پر ۱۲مه د پېښور های کورټ او د پاکستان انتخاباتي کمېشن هغه پرېکړې لغوه کړې چې له مخې پي ټي ای له ځانګړو څوکيو بې برخې شوی وو.
په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو د ځانګړو څوکیو پر سر لانجه تر هغې وروسته پیدا شوې وه چې د انتخاباتو کمېشن د روان ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ تر عامو انتخاباتو څو اونۍ وروسته په مارچ کې د ښځو او لږکیو څوکۍ د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل پر ځای نورو ګوندونو ته ورکړې.
دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې سیاستوالان، خبریالان او فعالان د "غدارانو" په نوم یادېږي بلکې په هغه هېواد کې دا ډول تورونه لسیزې پخوانۍ سابقه لري.
په تېرو لسیزو کې د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح خور فاطمه جناح، د خدايي خدمتګار تحریک بنسټګر خان عبدالغفار خان (باچا خان) او سیاستوالان لکه خان عبدالولي خان، عبدالصمد خان اڅکزی، جي اېم سید، د مشرقي پاکستان، چې وروسته بنګلادېش شو، د عوامي لیګ ګوند مشر مجیب الرحمان او یوشمېر نور ملتپاله او مترقي سیاستوالان د "غدارانو" په نوم یاد شوي دي.