د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا کې د شري او روبيلا وایرسونو د مخنيوي کيمپېن پیل شو


د واکسيني ستنو لګولو لپاره په خيبر پښتونخوا کې موقتي مرکزونه جوړ کړل شوي دي. انځور له ارشيفه
د واکسيني ستنو لګولو لپاره په خيبر پښتونخوا کې موقتي مرکزونه جوړ کړل شوي دي. انځور له ارشيفه

په خيبرپښتونخوا کې د نومبر له ۱۸مې د شري او روبیلا وایرسونو د مخنيوي لپاره ۱۲ورځنی واکسيني کیمپېن پیل شوی دی.

د صوبې د روغتیا څانګې چارواکي وايي چې د کيمپېن پر مهال به ۶۴ لکه هغه ماشومان واکسينېږي چې عمرونه يې د ۶ میاشتو او ۶ کلونو ترمنځ دي.

د صوبې د حفاظتي ټيکو د پروګرام وياند اسد ضيا د نومبر پر ۱۸مه مشال رېډيو ته وويل چې ماشومانو ته واکسيني ستنې په سکولونو، جوماتونو، مدرسو او نورو ځايونو کې لګوي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي چې د دوی هدف دی چې په خيبرپښتونخوا کې څه دباندې ۸۸ لکه ۶۰ زره ماشومانو ته د شري او روبيلا ناروغيو د مخنيوي واکسين ورکول شي.

شری او روبيلا هغه ناروغۍ دي چې له وایرسه لګېږي او يوازې واکسين ماشومان له دې رنځه ژغورلای شي.

XS
SM
MD
LG