د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د غزې جګړې ختمولو لپاره د ولسمشر ټرمپ پلان تصویب کړ


د غزې په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډه
د غزې په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلان د نومبر په ۱۷مه، تصویب کړ.

روسیې او چین چې د ویټو حق درلود له رایې ورکولو ډډه وکړه او په دې ترتیب یې د دغه پریکړه لیک تصویب ته لار خلاصه کړه. د دغه پریکړه لیک په اساس سیمې ته د نړیوالو ساتو ځواکونو د استولو اجازه ورکول کېږي.

اسراییل او د فلسطین وسله والې ډلې حماس، چې امريکا او اروپايي ټولنه یې یوه ترهګره ډله ګڼي، تیره میاشت د غزې لپاره د ولسمشر ټرمپ د ۲۰ ماده ییز پلان لومړۍ هغه مرحله ومنله چې په دوه کلنه جګړه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې غوښتنه یې کوله.

پریکړه لیک وايي چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه کولی شي د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د سولې شورا سره یوځای شي. دا شورا به د غزې لپاره د بیارغونې او اقتصادي ثبات پروګرامونه وڅاري. پریکړه لیک یو نړیوال ځواک ته هم واک ورکوي چې په غزه کې د بې وسلې کولو پروسه پلي کړي، چې پکې به د وسلو راټولول او د پوځي زیربناوو ویجاړول شامل وي.

XS
SM
MD
LG