اسما ګل په پېښور کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو او چارو په اړه یې د یوې ځانګړې راډیويي خپرونې لړۍ وړاندې کړې. نوموړې د ښځو او ټولنیزو چارو په اړه راپورونه جوړوي.
سیف د نومبر پر دویمه د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت ختمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت هڅه کوي خبریالان له هر ډول خطرونو وژغوري.
باسط وویل، په خیبر پښتونخوا کې د اکتوبر تر ۲۴مې پورې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې پکې "دوه له کواټه، یو د ټانک ، یو د ډېره اسماعیل خان، یو د لکي مروت او یو له مومندو څخه ده. زموږ د معلوماتو له مخې، په هغو شپږو کې پینځو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ول ورکړل شوي."
د ټولنې یا کمیونټي ښوونځي چې "مکتب سکولونه" هم ورته ویل کېږي، په کورونو، حجرو او يا هم جوماتونو او مدرسو کې دننه وي او د نجونو ترڅنګ هلکان هم پکې تر پينځم ټولګي پورې زده کړی کولی شي. هلته افغان کډوال او داراز معلول یا معذور ماشومان هم وړيا زده کړې کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د اګست پر ۱۴مه په کانګو جمهوریت او نورو افریقايي هېوادونو کې د اېم پاکس وایرس د پېښو زیاتېدو خبر ورکړ او دا یې پر نړیوال کچ د "عامې روغتیا" لپاره "د اندېښنې وړ او بیړنۍ" موضوع وبلله.
د پېښور اوسېدونکي وايي چې ګرمۍ، برېښنايي پارچاو یا لوډشیډنګ او د بجلۍ لوړو بېلونو زښت په تکلیف کړي دي. د اګست پر اوومه د ښار په مسکین اباد کې ښځو او سړیو د اوبو او برېښناي ادارې (واپډا) دفتر مخکې ته د لوډشیډنګ او لوړو بېلونو پرضد احتجاج وکړ.
د پښتنو نجونو او ښځو د ستونزو په اړه د ځانګړې خپرونې "نوې نړۍ" په دې برخه کې پر دې بحث شوی چې په پښتني ټولنه کې د معذورۍ ښکار مېرمنې له کومو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ وي، په دې خپرونه کې يې واورئ.
د پښتنو نجونو او ښځو د ستونزو په اړه د ځانګړې خپرونې "نوې نړۍ" په دې برخه کې پر دې بحث شوی چې د پښتنو په سیمو کې د کار و روزګار د کمي له وجې يوشمېر کسان نورو هېوادونو ته د ګټې وټې لپاره ځي او تر ډېرې مودې له کوره ليرې ژوند تېروي.
د پښتنو نجونو او ښځو د ستونزو په اړه د ځانګړې خپرونې "نوې نړۍ" په دې برخه کې پر دې بحث شوی چې د پښتنو په ښاري سیمو کې د سړيو تر څنګ يو شمېر ښځې هم د خپلو ماشومانو د ساتنې او روزنې لپاره کارونه کوي.
د پښتنو نجونو او ښځو د ستونزو په اړه د ځانګړې خپرونې "نوې نړۍ" په دې برخه کې پر دې بحث شوی چې له پښتنو کونډو سره په ټولنه او کورنیو کې څه ډول چلند کېږي او پښتنې کونډې له کومو ستونزو سره مخامخېږي؟
د پښتنو نجونو او ښځو د ستونزو په اړه د "نوې نړۍ" خپرونې په دې برخه کې د "بې جوړه ودونو" پر موضوع بحث شوی دی. دا چې په پښتني ټولنه کې د بې جوړه ودونو اغېز څه وي، په دې خپرونه کې يې واورئ.
د پښتنو نجونو او ښځو د ستونزو په اړه د "نوې نړۍ" خپرونې په دې برخه کې د دويم واده او د دې پر وړاندې د ښځو د بېوسۍ پر موضوع بحث شوی دی. دا چې په پښتني ټولنه کې د خاوند تر دويم واده وروسته پر ښځو څه تېرېږي او دوی څه ډول احساس کوي، په دې خپرونه کې يې واورئ.
د پښتنو نجونو او ښځو د ستونزو په اړه د "نوې نړۍ" خپرونې په دې برخه کې د نجونو پر تعليم غږېدلي يو چې په ټولنه کې نجونې تر ۱۰م ټولګي وروسته پر کورونو کښېني. په پښتني ټولنه کې يو شمېر کورنۍ تر لومړنيو زدکړو وروسته خپلې نجونۍ پوهنتونونو ته نه پرېږدي. بشپړه خپرونه واورئ.
د پښتنو نجونو او ښځو ستونزو په اړه د "نوې نړۍ" خپرونې په دې برخه کې د ښځو پر ژوند د سورې پر اغېز غږېدلي یو.
د پښتنو نجونو او ښځو ستونزو په اړه د "نوې نړۍ" خپرونې په دې برخه کې د هغو ښځو پر ژوند غږېدلي یو چې د کورنۍ سړي یې د ناامنیو په پېښو کې وژل شوي دي. بشپړه خپرونه واورئ.
د پښتنو په يوشمېر سيمو کې د جهېز يا داج دود اوس هم پر ځای دی چې کبله يې ځينې نجونې له واده پاتې شي. دا چې دا دود کومې ستونزې زېږوي، عاصمه ګل يې په اړه ځانګړی راپور لري.
د نوې نړۍ خپرونې په دې ګڼه کې په پښتني ټولنه کې د غږ په رسم خبرې کوو. غږ په چا کېږي؟ څوک یې کوي؟ ولې یې کوي او مخه یې څنګه نیول کېدای شي؟ د دې خپرونې کوربنه عاصمه ګل ده.
په پښتنو سیمو کې په عمومي ډول د یوې کورنۍ یا له خپلوانو کره ودونه عام دي. د خیبر پښتونخوا د یوشمېر سیمو ښځې شکایت کوي چې په خپلوانو کې ودونه ژوند ګرانوي او پر ماشومانو ناسم اثرات لرلای شي. په دې اړه تفصیل د عاصمې ګل په ځانګړې خپرونه کې.
د خيبر پښتونخوا په ګډون په يوشمېر نورو پښتني سيمو کې ښځې شکايت کوي چې په ميراث کې خپل حق نه ورکول کېږي. په داسې حالاتو کې ځينې وخت کورني جنجالونه رامينځ ته شي او ځينې وخت بيا کيسه تر عدالتونو ورسېږي. د مشال راډيو خبريالې په خپل راپور کې همدې موضوع ته کتنه کړې ده.
نور وښیئ