د پاکستان پوځ او تحریک طالبان پاکستان د یو بل پر ضد د پسرلنیو عملیاتو پیلو اعلان وکړ.
د مارچ پر ۱۴مه د پاکستان پوځ د وسلوالو پر ضد د البدر او ټي ټي پي د پاکستاني پوځ خلاف د الخندق په نامه د عملیاتو پیلولو اعلان وکړ. دواړه لوري یو بل په ګواښوونکو ټکو مخاطبوي او وايي چې دا پسرلني عملیات به د مقابل لوري په تباهۍ تمامېږي.
شنونکي وايي، پوځ او تحریک طالبان پاکستان د یو بل پر ضد عملیاتو ته اسلامي نامې کاروي خو د ولس لپاره د یوه لوري عملیات هم د منلو وړ نه برېښي. خبریال او شنونکي محمود جان بابر د مارچ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، ولس له طالبانو دا تمه نه لري چې اسلامي شریعت به نافذ کړل شي او له پوځ نه هم ډېرې تمي نه لري. هغه وايي: "ولس امن غواړي."
نوموړی زیاتوي، پاکستاني طالبانو په دې نږدې وختونو کې بیلابیلې ادعاوې کړې دي، د قام پرستۍ، له بلوڅو سره د ملاتړ او د اسلام د نوم په استعمالولو او د دې پیغام په خپرولو سره چې ګینې خیبر پښتونخوا کې پوځ پر وسایلو قیضه کړې ده، د خلکو د توجه حاصلولو هڅه کړې ده خو د هغه په وینا ولس اوس په هره خبره سر خلاص دی.
د پاکستان پوځ په تېرو ۲۰ کلونو کې د ترهګرۍ او سختدریځۍ د ختمولو او د امن د راوستلو په نامه پنځه لوی او ځینې واړه عملیاتونه ترسره کړې دي. دا عملیات په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي، تحریک نفاذ شریعت محمدي او ځینو نورو افراطي ډلو خلاف ترسره شوي دي.
خبریال او شنونکی ضیاالرحمان په دې نظر دی چې د پاکستان حکومت د دغو عملیاتو پر مهال په کور دننه او بهر ملاتړ ترلاسه کړی وو. نوموړي د مارچ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، ګمان یې نه شي چې پوځ به یو وارې بیا د پخوا په شان لوی عملیات وکړای شي: "په ۲۰۱۴م کال کې چې د پاکستان پوځ د وسلوالو خلاف د ضرب عضب عملیات پیلول، په پېښور کې پر ارمي ببلک سکول برید ترسره شوی وو نو ټولو سیاسي ګوندونو ورسره ملاتړ کړی وو اوس ورته د سیاسي ګوندونو ملاتړ نه دی حاصل، هغوی د عملیاتو مخالفت کوي."
ضیاالرحمان وايي، اوس امریکا هم په سیمه کې نه ده موجوده چې د ډرون بریدونو له لارې د تحریک طالبان پاکستان مشران په نخښه کړي.
بل پلو په پاکستان کې ولسي خلکو هم وخت په وخت د احتجاجونو، مظاهرو او پرلتونو له لارې د ممکنه عملیاتو خلاف خپل غږ پورته کړی دی. په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ لخوا د ترسره شوې تازه نظر پوښتنې پایلې ښايي چې د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ۸۰ سلنه خلک د عملیاتو خلاف دي.