په اسلام اباد کې مېشت افغان خبریالانو پرېکړه کړې ده چې له هغه هېواده په زور د ایستلو د اقدام خلاف به د پاکستان سپریم کورټ ته درخواست ورکوي.
دوی دا پرېکړه د فبرورۍ پر ۲۴مه په پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ لپاره کارکوونکی یو ناحکومتي سازمان "فریډم نېټورک" لخوا په جوړه شوې غونډه کې کړې ده.
د غونډې ګډونوالو ويلي چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو په افغانستان تر واکمنېدو وروسته شاوخوا ۱۰۰ افغان خبریالان اسلام اباد ته کډه شوي او بل کوم درېيم هېواد ته د تګ په هېله تراوسه په پاکستان کې اوسېږي.
افغان خبریالانو ویلي چې د پاکستان حکومت ورته د روان ۲۰۲۵ز کال تر ۳۱م مارچ پورې وخت ورکړی دی چې له اسلام اباده او روالپندۍ څخه ووځي.
یو افغان خبریال محمد نور مشال رېډیو ته وویل چې په پاکستان کې مېشتو افغان خبریالانو کې یوشمیر د طالبانو په بند کې هم پاتې شوي ول او که بېرته افغانستان ته ستانه شول نو ژوند ته به یې خطر پېښ شي.
په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د فبرورۍ پر ۱۹مه د پاکستانیو چارواکو په حواله ویلي وو چې هغه هېواد د افغان کډوالو د ایستلو "قطعي او حتمي" پلان لري.
سفارت پر اېکس په خبرپاڼه کې ویلي وو چې له دې پرېکړې یوازې هغه افغانان مستثنا دي چې د پاکستان قانوني ویزه لري، خو د افغان تابعیت یا سېټېزن او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت یا پي او ار کارډونو لرونکي د اخراجېدونکو په ډله کې شامل دي.
د پاکستان حکومت د افغان خبریالانو د تازه پرېکړه په اړه لا څه نه دې ويلي خو تر دې وړاندې يې په وار وار ويلي چې افغان کډوال يې امنیت ته ستونزې جوړه شوي او هڅه کوي چې په زوره نه بلکې په باعزته توګه يې خپل هېواد ته ستانه کړي.
طالبانو په افغانستان کې ګڼې رسنۍ بندې کړې دي او پر ځينو نور یې محدوديتونو لګولي دي. په دغو محدوديتونو کې پر موسيقۍ بندیز، د ښځو مخ پټول او بحثونو ته د طالبانو تاييد شوي مېلمانه ورغوښتل شامل دي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته لکونه افغانان پاکستان ته کډه شوي دي چې پکې زیات شمېر پاکستان ته تللي ول. دوی په دې نظر دي چې د طالبانو د ګواښونو له امله بیرته خپل هېواد ته نه شي ستنیدلی. د دوی په ډله کې یو شمېر پخواني پوځيان، د نړیوالو نظامي بنسټونو همکاران، د بشري حقونو فعالان خبریالان او نور شامل دي.
په پاکستان کې مېشتو افغان خبریالانو وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي چې پکې دوی غوښتنه کوي چې نورو هیوادونو ته یې د ستنولو بهیر چټک شي او پاکستان کې دې دوی نه ځوروي.
په پاکستان کې لسګونه افغان خبریالان وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې بېلابېلې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې ګالي او د نوې هوکړې عملي کېدو ته په تمه دي.
په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان وایي چې بېکارۍ، د پاکستان د ویزو په ترلاسه کولو کې مشکلات او ګران بیه تمدید یې او په درېیمو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د قضیو بې برخلیکه پاتې کېدل یې ډېر ځوروي.