د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنوبي وزیرستان او ټانک په یو شمیر سیمو کې نن (د مارچ پر ۱۷مه) ګرځبندیز یا کرفیو لګولې ده.
د جنوبي وزیرستان ډیپټي کمېشنر محمد ناصر خان د مارچ پر ۱۶مه مشال رېډیو ته وویل چې کرفیو به د سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې وي. نوموړي زیاته کړې چې د کرفیو مقصد د امنیتي ځواکونو قافلې او عام ولس خوندي کول دي.
محمد ناصر خان دا هم وویل چې له ځالۍ څخه تر وانا، او له سروکۍ تر جنډولې پورې به لارې بندې وي. "امنيتي ځواکونو هغه لارې بندې کړې دي. د دې وجه د امنيت ساتل دي. البته له واڼا څخه انګور اډې ته لاره خلاصه ده."
خو د سیمې ځينو اوسېدونکيو مشال راډيو ته وويل چې د کرفیو له وجې یې مشکلات زیات شوي دي او باید حکومت د امنیت پرځای کولو لپاره نور اقدامات پورته کړي.
د کوز جنوبي وزيرستان يو مشر، عمران مخلص د مارچ پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې په روژه کې کرفي لګول د خلکو ژوند سختوي. "د پاکستان امنيتي ځواکونه مکمل ناکام شوي دي. دوی امنيت نه شي ساتلی خو خلک ځوروي. دا کرفيو کېدای شي د امنيتي ځواکونو لپاره ښه وي خو عام خلک په تکليفوي."
خو د پاکستان پوځ د وسله والو د بریدونو په زیاتېدو سربیره یې کامیابې ترلاسه کړي دي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې مشر او ویاند، جنرال احمد شریف د مارچ پر ۱۴مه پهاسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي وو چې په بېلابېلو ځایونو کې یې عمليات روان دي او کوښښ کوي چې ټول وسله وال له منځه يوسي.
د یادونې ده چې، په شمالي وزیرستان کې هم د مارچ پر اتمه او نهمه کرفیو (ګرځبندیز) لګول شوی وو چې له امله یې ټول وزیرستان سړکونه تړل شوي او د خلکو تګ راتګ پرې بند وو.
په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو تر وروسته د ګرځبندیزونو لړۍ بیا پیل شوی ده. لومړنی ګرځبندیز د میرلي عیدک سیمې کې د مارچ پر لومړۍ نېټه د امنیتي ځواکونو پر کاروان د ځانمرګي برید دوه ورځې وروسته لګول شوی و. د پوځي چارواکو په وینا، دا ګرځبندیز د پوځي قافلو د خوندي تګ راتګ لپاره عملي شوی دی.