د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د زیات شوي تاوتریخوالي تر شا څوک دي؟


په لتاکیا کې د جګړې تصویر
په لتاکیا کې د جګړې تصویر

په شام کې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت تر نسکورېدو وروسته په هغه هېواد کې د تشدد په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ولسمشر اسد کورنۍ ۵۰ کاله پر شام واکمنه وه او د ۲۰۲۴م کال د دیسمبر پر اتمه یې واک ختم شو. نوموړي ته د ایران او روسیې ملاتړ ترلاسه وو. د ۲۰۲۴ م کال په دیسمبر کې په شام کې د سوریې یاغیان، چې د امریکا لخوا ترهګره ګرځول شوې ډله هیت تحریر الشام یې رهبري کوله، دمشق ته ننوتل، واک یې واخيست او اسد او د هغه کورنۍ یې مسکو ته په تېښته مجبوره کړه. خو د مارچ پر شپږمه د شام په ساحلي صوبه لاذقیه کې اسد ته د وفاداره کسانو او د نوي حکومت د امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.

ځینې څیړونکي وايي چې په دې سیمه کې اوسنۍ نښتې د انتقالي حکومت د ولسمشر احمد الشرع لخوا د اسد تر واکمنۍ وروسته د شام کنټرول ترلاسه کولو لپاره کوششونه په ډاګه کوي چې ایران، اسراییل او حتي د داعش سختدريځو د خوښې کار دی. نیویارک میشتې ادارې سوفان ګروپ انټلیجنس کنلټېسي کې څیړونکي کولېن کلارک ویلي چې په شام کې ۱۳ کاله کورنۍ جګړه تیره شوې ده او د داسې حالاتو تر تېریدو وروسته تل د غچ اخیستو پر مهال د مرګونو او د فرقه ییز تشدد پېښې مخې ته راځي.

د بشري حقونو د څار برتانیه میشتې ادارې د مارچ پر اتمه ویلي چې دوی د داسې ۳۴۰ عامو خلکو شناخت کړی دی چې د علوي اقلیتي ډلې دي او په نښتو کې وژل شوي دي. په دې کې د شام امنیتي ځواکونو او د هغوی د اتحادیانو لخوا هغه وژنې هم شاملي دي چې پکې بې له عدالتي کارروايي وژلي دي.

په حمس، لاذقیه او تارتوس کې د جګړو له وجې کرفیو هم لګول شوې وه او د لاذقیه والي اعلان کړی چې صوبې ته یې په مکمله توګه بجلي بنده کړې ده. سنا خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله دا خبره تاييد کړي چې انفرادي سرغړونې شوي دي او دوی ژمنه کړې چې حکومت به د دي مخنيوي کوي.

احمد الشرح د مارچ پر اوومه ویلي چې د اسد حکومت وفاداره کسان د شامد نوي حکومت امتحان اخلي او نوموړي ژمنه کړې چې د دغه کسانو پر ضد به کاروايي کوي. نوموړي د هغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي چې ځواکونو یې ملکیان وژلي دي خو د امنیتي ځواکونو ستاینه یې وکړه چې هغوی د عام ولس خوندیتوب ته ژمن دي.

په شام کې د حالاتو خرابېدو په اړه دا پوښتنې هم راپورته کېږي چې ایا دا ناارامي ایران جوړه کړې او کنه؟ خو په شام کې جګړه تر هغې یوه اوونۍ وروسته پیل شوه چې د الشرح د حکومت ملاتړې ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فېدان ایران ته خبرداری ورکړ چې په شام کې د نوي حکومت په وړاندې مخالفه ډلو ته د ملاتړ په ورکولو سره دې یې د ننګولو هڅه ونکړي.

د ایران د لاس پوڅو ډلو او د شیعه ملیشو په اړه تجزیه کوونکی فیلېپ سمېت ویلي، له ډیرو شواهدو څرګندېږي چې په شام کې د تشدد په تازه پېښو کې تهران لاس لري.

د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په ګډون د هغه هېواد یو شمېر لوړ پوړو چارواکو ویلي چې د اسد د حکومت تر نسکورېدو وروسته به د شام ولس د احمد الشرح د واکمنۍ پرضد راپاسي. خو په شام کې د یاغیانو له خوا د واک ترلاسه کولو او د نوي حکومت جوړېدو وروسته هغه هېواد له ګڼو امنیتي ننګونو سره مخامخ دی. اسد ته وفاداره خلک چې د علوي ټولنې سره اړه لري ، په دوامداره توګه د شام د نوي حکومت پر ځواکونو بریدونه کوي. بلخوا داعش ډله د شام په مختلفو سیمو کې فعاله ده.

په عین حال کې د اسراییل ځواکونو د شام په جنوب کې مځکنۍ کنټرول پراخه کړی دی. راپورونه وايي چې د اسراییلو ځواکونه له دمشقه شاوخوا ۲۰ کلوميټره لیرې ځای پر ځای شوي دي. اسراییل پوځي تاسیسات په نښه کوي او د شام له جنوبه د پوځ د لیرې کېدو غوښتنه کوي.

څیړونکي کولېن کلارک دا هم ویلي چې داعش ډیر زیات موقع پرست دی او برید ته به انتظار باسي. نوموړي زیاته کړې چې اسراییل به هم په جنوبي شام کې د نورو بریدونو په کولو سره له حالاتو ګټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG