د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان فعالانو افغانستان ته د بهرنۍ اداکارې د سفر اجازه ورکول د طالبانو "بنسټیز منافقت" بللی دی


اداکارې ويټني رايټ افغانستان ته د سفر پر مهال پر خپل انسټاګرام ځينې عکسونه خپاره کړي ول ـ انځور له ارشيفه
اداکارې ويټني رايټ افغانستان ته د سفر پر مهال پر خپل انسټاګرام ځينې عکسونه خپاره کړي ول ـ انځور له ارشيفه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ښځو د تعلیم او روزګار يوشمېر بنديزونه لګولي او هغوی یې تر کورونو محدود کړي، پر ټولنيزو شبکو افغانستان ته د امریکا د لوڅو فلمونو د صنعت د یوې اداکارې د سفر عکسونو او ویډیوګانو توند بحثونه پارولي دي.

افغان ښځينه فعالانو تر دې اقدام وروسته د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې کړې او د ويټني رايټ په نوم يې يوې بهرنۍ اداکارې ته افغانستان ته د سفر اجازه ورکول د هغوی "بنسټیز منافقت" بللی دی.

رايټ په وروستيو کې داسې مهال د افغانستان بېلا بېلو سيمو ته سفرونه کړي، چې هلته طالب چارواکو د افغان ښځو لپاره پر تعلیم او کارونو يو لړ بندیزونه لګولي او هغوی اجازه نه لري چې پارکونو، سپورټي کلبونو او حمامونو ته ولاړې شي.

افغان ښځې داراز له نارینه سرپرست پرته له خپلو کورونو څخه بهر نه شي وتلای او د طالبانو تر سختو اخلاقي قوانینو لاندې ژوند تېروي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا تر دې دمه د ويټني رايټ د سفر پخلی نه دی کړی، خو هغې پر خپلې انسټاګرام پاڼې د افغانستان یو سيلځای ته د خپل سفر عکسونه خپاره کړي دي.

د افغان ښځو د حقونو او تعلیم فعالې وږمې توخۍ په دې اړه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان ښځې په خپل هېواد کې بندیانې دي، خو بهرنۍ سیلانیانې ورځي او هلته يې مېلمه پالنه کېږي. د نوموړې په خبره "دا په بنسټیز ډول منافقت دی."

ویټني رایټ په وروستيو کې ایران، عراق، سوریې (شام) او لبنان غوندې هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي چې پکې مسلمانان په اکثریت کې دي.

مشال راډيو و نه توانېده چې افغانستان ته د رايټ د سفر په اړه د هغې يا طالب چارواکو نظر راواخلي.

ویټني رایټ افغانستان د خپل سفر عکسونه په داسې حال کې خپاره کړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکایانو ته مشوره ورکړې چې "په هېڅ دلیل افغانستان ته سفر و نه کړي" ځکه چې په افغانستان کې یوشمېر "ترهګرې ډلې فعالې" دي چې د امریکایانو تښتونې او د هغوی یرغمل کول یې هدف دی.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه هېچا په رسميت نه دی پېژندلی او چارواکي يې په امریکا کې پر افغان سفارت او کونسلګرۍ کنټرول نه لري خو د یوې امریکايۍ په توګه ویټني رایټ ته افغانستان ته د سفر لپاره د ویزې اړتیا وه.

بلخوا طالبان د بهرنيو سیلانیانو ورجلبولو ته لېواله دي چې د نړۍ په سترګو کې خپل ځان ښه ښکاره کړي او دا وښيي چې واک ته د دوی له رسېدو راهیسې په هغه هېواد کې تاوتریخوالی د پام وړ کم شوی دی.

پر انسټاګرام په خپرو شويو عکسونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې ویټني رایټ تور حجاب اغوستی او بند امیر ته نېږدې په واورو کې ګرځي. د شنو اوبو د ډنډونو او لوړو غرونو دا سیمه د افغانستان په مرکزي ولایت بامیان کې یو له خورا مشهورو ملي پارکونو څخه ده خو افغان ښځې ورته د تګ اجازه نه لري.

ځينو افغان مېرمنو ویلي دي چې طالبان له دا ډول ښځینه سیلانیانو څخه دا کار اخلي چې نړۍ ته خپل یو مثبت تصویر وړاندې کړي او وښيي چې هېواد يې ان د بهرنیو ښځو لپاره ډېر خوندي دی.

افغان فعاله نسیمه بیدارګر وايي چې دا ازادي یوازې د بهرنیانو لپاره ده، نه د هغو افغان ښځو لپاره چې له خپلو اساسي حقونو بې برخې ساتل شوې دي.

طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې واک ته تر رسېدو وروسته سمدلاسه تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته د نجونو پر ورتګ بندیز عملي کړ او ورپسې یې د ښځو لپاره د پوهنتونونو او لوړو زدکړو دروازې هم وتړلې.

د طالبانو سختدریځه حکومت په نړیوالو ناحکومتي سازمانونو او نورو ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیزونه لګولي دي. ان دا چې ښځې هغو عامه پارکونو ته هم نه شې تللی چې د هغوی لپاره ځانګړي شوي دي. بلخوا طالبانو هغه رستورانونه او چایخانې هم تړلي چې ښځې یې مالکانې وې.

د ۲۰۲۴ز کال په اګست مياشت کې طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون نافذ کړ چې هدف یې په ځانګړي ډول ښځې وې. تر هغه قانون لاندې، ښځې باید په عامه ځایونو کې له نارینه سرپرست سره يو ځای وي او مخونه یې پټ وي. همداراز ښځې له سندرو ویلو څخه منع کړل شوې دي او ان دا چې په عامه ځایونو کې د خپل غږ پورته کولو اجازه هم نه لري.

د ملګرو ملتونو لوړ پوړو چارواکو او افغان ښځینه فعالانو د طالبانو لخوا له افغان ښځو سره دغه چلند "جنسيتي توپیر" بللی دی.

د روان ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ مياشت کې د جرمونو د نړیوال عدالت څارنوال د طالبانو د ستر مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د طالبانو د ستر قاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو د امر غوښتنه وکړه ځکه چې د عدالت په اند، هغوی "د جنسیت پر بنسټ د ظلم او انسانیت په وړاندې د جرم ذمه واري په غاړه لري."

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زدکړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو درو کلونو کې یې په دې برخه کې څومره پرمختګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG