د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام ولسمشر په خپل لومړني سفر سعودي عرب ته تللی دی


احمد الشرع (ښي خوا ته) د فبرورۍ پر دویمه له اسد الشیباني سره په الوتکه کې ناست دی.
احمد الشرع (ښي خوا ته) د فبرورۍ پر دویمه له اسد الشیباني سره په الوتکه کې ناست دی.

د شام (سوریې) موقت ولسمشر احمد الشرع په خپل لومړني بهرني سفر سعودي عرب ته تللی دی.

ټاکل شوې چې نوموړی دمشق له ایرانه د خپل اصلي سیمه ییز متحد په توګه لیرې کړي.

احمد الشرع، چې یو وخت یې له القاعدې ډلې سره تړاو درلود، د فبرورۍ پر دویمه د خپل لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر اسد الشیباني سره یوځای ریاض ته ولاړ.

د سوریې دولتي خبري اژانس (سنا) عکسونه خپاره کړي دي چې پکې ښکاري چې دوه سړي په یوه جېټ الوتکه کې ناست دي. ممکنه ده چې هغه الوتکه سعودي عرب ورکړې وي ځکه چې په عکس کې یې تر شا پر یوه مېز د سعودي عرب بیرغ هم ښکاري.

سعودي عرب د هغو عربي هېوادونو له ډلې څخه وو چې په ۲۰۱۱ز کال کې یې د عربي پاڅون تر مظاهرو وروسته د پخواني ولسمشر بشار الاسد د نسکورولو لپاره یاغي ډلو ته مالي مرسته ورکوله.

پر هغه کال مظاهرې د سوریې په خونړۍ کورنۍ جګړه واوښتې او هلته یې اوږدمهاله کړکېچ وزېږاوه.

الشرع، چې په نړیواله کچه د ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کېده، د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د اسد د حکومت تر نسکورېدو وروسته د سوریې مشر شو.

XS
SM
MD
LG