د اتریش (اسټریا) چارواکي وايي، هغه سړي، چې د هېواد په جنوب کې د چړو په برید کې د یو ۱۴ کلن ماشوم په وژنه او پینځو کسانو په ژوبلولو تورن دی، له "اسلامپالې ترهګرۍ الهام" اخیستی وو.
پولیس وايي، هغه ۲۳ کلن مشکوک کس یې تر برید لږ وروسته له اېټالیا او سلووېنیا سره پر پوله له پراته ښار فېلاخ څخه ونیوه.
پولیس وايي چې هغه سړی سوریایی (شامی) وګړی دی چې په اتریش کې د اوسېدو لنډمهالي قانوني اسناد لري او د پناه غوښتنلیک په اړه د پرېکړې په انتظار وو.
بي بي سي د پولیسو د ویاند راینر دېونیسیو له خولې ویلي دي چې حمله د فبرورۍ پر ۱۶مه مازیګر مهال د فېلاخ ښار په مرکزي څلورلاره کې شوې وه.
رسنۍ وايي چې د برید ښکار شوي ټول نارینه دي چې پکې دوه تنه سخت او درې نور برسېرن ژوبل دي.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګېرهارد کارنر د فبرورۍ پر ۱۶مه وویل چې په "بې ګناه خلکو" شوي هغه برید "سخت غصه کړی" دی.
ده وویل، چې مشکوک بریدګر "له اسلامي دولت (داعش) ډلې سره اړیکې" لرلې او "په خورا کم وخت کې د انټرنېټ له لارې سختدریځه" شوی وو.
بي بي سي ليکي چې یو بل کس، چې د خوراکي توکو د لېږد له شرکت سره کار کوي، د زیاتو خلکو د مرګژوبلې مخه ونیوله.
بي بي سي او نورو اژانسونو د پولیسو په حواله ویلي دي چې هغه ۴۲ کلن سړی هم سوریایی دی او ویلي یې دي چې قصداً یې بریدګر په خپل ګاډي وواهه.
د اتریش یو ایالتي والي پیټر کایزر د هغه شامي وګړي مننه کړې او ویلي دي چې هغه برید د دې ښکارندويي کوي چې په هېواد کې "ترهګر" موجود دي خو په عین وخت کې دا هم څرګندوي چې د سوریې یو بل وګړی "د انسانیت د ښېګړې لپاره له موږ سره یوځای" شو.
په ډېسېمبر کې د پخواني ولسمشر بشار الاسد د رژیم تر ړنګېدو وروسته د اتریش په ګډون یوشمېر اروپايي هېوادونو اعلان وکړ چې په شام کې د سیاسي وضعیت تر روښانېدو پورې د سوریایي وګړو د پناه غوښتنلیکونه ځنډوي.