د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې د حکومتي ځواکونو او بشارالاسد ته د وفادارو وسلوالو ترمينځ نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي


د مارچ پر شپږمه د شام حکومتي ځواکونه لاذقيه ښار ته پر لاره دي.
د مارچ پر شپږمه د شام حکومتي ځواکونه لاذقيه ښار ته پر لاره دي.

په سوریه (شام) کې د حکومتي ځواکونو او د بشارالاسد د ګوښه شوي رژیم د "پاتې شونو" ترمینځ نښتې شوې دي چې ورسره د منځني ختیځ د هغه هېواد نوي مشران په ډېسېمبر کې تر واکمنېدو وروسته له تر ټولو لوی بحران سره مخامخ شوي دي.

د سوریې حکومت د مارچ پر شپږمه وویل چې په ساحلي جبله سیمه کې په نښتو کې لږ تر لږه ۱۳ حکومتي سرتېري وژل شوي دي. یو سیمه ییز چارواکي وویل چې ډېری امنیتي ځواکونه د "اسد د پاتې شونو ملېشو" د یو "ښه پلان کړي" کمین له لارې تر برید لاندې راغلي دي.

په برېتانیا کې د شام د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې له لاذقیه ښار سره نېږدې په جبله کې په برید کې لږ تر لږه ۱۶ امنیتي سرتېري او څلور ولسي وګړي وژل شوي دي.

هغې ډلې ویلي دي چې په نښتو کې اسد ته وفادار ۲۸ وسلوال وژل شوي دي. البته دا ارقام لا په سمدستي ډول نه شي تاییدېدای.

د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمان وايي، هغه وسلوال چې د پولیسو سرتېرو ته یې کمین نیولی وو علویان دي. هغه دا "د رژیم له نسکورېدو راهیسې تر ټولو سختې نښتې" وبللې.

علوي فعالان دعوه کوي چې د اسد د حکومت له نسکورېدو راهیسې یې ټولنه له تاوتریخوالي او بریدونو سره مخامخ ده.

XS
SM
MD
LG