د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د قبایلي او جنوبي ضلعو پر امنیت جرګه شوې


د جرګې ګډونوال په نشتر هال پېښور کې په سټیج ناست دي ـ د فیبرورۍ ۱۰مې انځور.
د جرګې ګډونوال په نشتر هال پېښور کې په سټیج ناست دي ـ د فیبرورۍ ۱۰مې انځور.

د فیبرورۍ پر ۱۰مه، د جمعیت علمای اسلام (ف) لخوا په جوړه شوې هغې جرګه کې د قبايلي او جنوبي ضلعو د امن، د هدفي وژنو د مخنیوي او د سیمې د طبیعي وسایلو د ځایي ولس د حقونو تسلیمولو غوښتنه وشوه.

د پېښور په نشتر هال د خیبرپښتونخوا د بېلا ګوندونو استازو د امنيت، هدفي وژنو مخنيوي او قبايلي سيمو د حقونو لپاره جرګه کړې.

د فیبرورۍ پر ۱۰مه، د جمعیت علمای اسلام (ف) لخوا په جوړه شوې هغې جرګه کې د قبايلي او جنوبي ضلعو د هدفي وژنو د مخنیوي او د سیمې د طبیعي وسایلو د ځایي ولس د حقونو تسلیمولو غوښتنه وشوه.

په جرګه کې قبایلي مشران، د سیاسي ګوندونو استازي، او د پښتون قامي جرګې غړي ګډونوال وو. جرګې ته د پيپلز ګوند مخکښ اخونزاده چټان، پخواني ګورنر انجنیر شوکت الله، سنېټر صالح محمد، سنېټر رشید احمد، د صوبايي اسمبلۍ غړي محمد نثار باز، د قومي اسمبلۍ غړي مولانا مصباح الدین او د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن ویناوې وکړې.

د فیبرورۍ په ۱۰مه په نشتر هال کې د جرګې ګډونوال ناست دي.
د فیبرورۍ په ۱۰مه په نشتر هال کې د جرګې ګډونوال ناست دي.

دوی په خپلو ویناګانو کې په قبايلي او جنوبي ضلعو د ناامنۍ، د هدفي وژنو، او د ریاست د ناسمو پالیسیو پر ضد سختې نیوکې وکړې.

د پاکستان حکومت د جرګې د غوښتنو په اړه فی الحال څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې بیا بیا ویلي چې په ټولو سیمو کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې په بېلا بېلو ځایونو کې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د جرګې مهمې پرېکړې

له سلا مشورې وروسته، جرګې یوه متفقه اعلامیه خپره کړه، چې پکې ۱۱ مهمې غوښتنې شاملې وې. د اعلامیې تر ټولو مهمه غوښتنه په قبايلي او جنوبي ضلعو کې د امن ټينګښت و.

د جرګې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د قبايلي ولس حقوق باید وساتل شي، ناامنۍ ته د پای ټکی کېښودل شي، او د سیمې قدرتي وسایل باید د ځایي خلکو د ګټې لپاره وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو دریو کلونو راهسې د خیبر پښتونخوا په قبایلي او جنوبي ضلعو کې ناامنۍ زور نیولی دی. په سیمه کې د امنیت لپاره خلکو وخت په وخت جرګې، لاریونونه او مظاهرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG