د لاسرسي ځای

تازه خبر

امن پاڅون: وسله وال دې په درو ورځو کې له کرک څخه ووځي


ولسي امن پاڅون: وسله وال دې په درو ورځو کې له کرک څخه ووځي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:35 0:00

ولسي امن پاڅون: وسله وال دې په درو ورځو کې له کرک څخه ووځي

چارواکي وایي د خیبر پښتونخوا په کرک کې یې د وسلوالو سره په نښته کې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي.

دوی وایي، امنیتي ځواکونو او د ترهګرۍ ضد پولیسو (سي ټي ډي) په داود شاه بانډه د عملیاتو په مهال هغه مشکوک کسان وژلي دي.

پولیسو ادعا کړې چې هغه کسان د پولیسو پر پوستې، د پولیو ټیم پر ساتونکي، د بینک د غلا، او د ایف سي پر قلعې د بریدونو تورن ول.

چارواکي وایي هغه کسان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) کمانډر کلیم الله د ډلې غړي ول.

دا عملیات په داسې حال کې شوي، چې د فبرورۍ پر ۹مه د کرک خلکو د ناامنۍ ضد احتجاج کړی و، او وسله والو ته یې د سیمې پرېښودو درې ورځنی مهلت ورکړی. له دې مخکې، وسلوالو د فبرورۍ پر شپږمه د پولیسو پر پوستې برید کړی و، چې پکې درې سرتېري وژل شوي ول.

امنیتي چارواکي وايي، په جنوبي او قبایلي سیمو کې د ناامنۍ د ختمولو لپاره عملیات روان دي، او حکومت د امنیت ټینګولو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG