د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې ډینګي تبې یو بل کس وژلی


ډينګي ناروغي د ماشو د چيچلو له وجې پيدا کيږي: انځور له ارشیفه
ډينګي ناروغي د ماشو د چيچلو له وجې پيدا کيږي: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په نوښار ضلع کې، د اکتوبر په څلورمه یو بل تن د ډینګي تبې له وجې مړ شوی دی.

له دې سره روان کال په یاده صوبه کې تر اوسه په دې ناروغۍ د وژلو شویو شمېر درو ته رسېدلی دی.

د نوښار د قاضي حسېن احمد میډیکل کمپلېکس روغتون ویاند میا کستیر شاه د اکتوبر په پنځمه مشال راډیو ته وویل چې د پورې نوښار یو ۲۴ کلن ځوان فیضان د اکتوبر په درېیمه هلته په مرګوني حالت کې ور وړل شوی وو چې بیا وروسته د همدې رنځ له وجې وفات شو.

میا کستیر شاه وايي، په قاضي حسېن احمد میډیکل کمپلېکس روغتون کې دا مهال په ډینګي اخته ۲۵ ناروغان تر درملنې لاندې دي. تر دې وړاندې دوه نور ناروغان هم په همدې روغتون کې د ډینګي له وجې مړه شوي وو.

روغتیاپالان وايي، ډينګي ناروغي د ماشو د چيچلو له وجې پيدا کېږي. دا ماشي په ولاړو او رڼو اوبو کې هګۍ اچوي. د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې انتظامي چارواکو وخت په وخت د خلکو د پوهاوي او له ناروغۍ څخه د ځان ساتنې لپاره کیمپېنونه هم لګولي دي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې د شمېرو ترمخه د اکتوبر تر درېیمې پورې په یاده صوبه کې د ډینګي د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۲۲ ته رسېدلی دی چې پکې له ۷۰۰ زیات بیرته ښه شوي هم دي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG