چارواکي وايي چې په خیبر پښتونخوا کې د بیزو تڼاکو یا دانو (منکيپاکس یا اېم پاکس) وایرس په دوو نورو کسانو کې هم موندل شوی، چې له دې سره په صوبه کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر څلورو ته رسېدلی دی.
د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا محکمې ویاند، عطا الله خان، د اګست پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې په باچا خان هوايي ډګر د څارنې پر مهال، په دوو مسافرو کې د اېم پاکس وایرس نښې موندل شوې، چې وروسته یې د پولیسو خدماتو روغتون ته انتقال کړل.
چارواکي زیاتوي چې د دې ناروغانو د نورو ټیسټونو لړۍ روانه ده. د چارواکو په وینا، په هوايي ډګرونو کې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ او په تورخم پوله کې له ۲۱,۰۰۰ څخه زیاتو کسانو سکریننګ شوی دی، ترڅو د دې ناروغۍ د نورو پېښو مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د اګست پر ۱۴مه په کانګو جمهوریت او نورو افریقايي هېوادونو کې د اېم پاکس وایرس د پېښو د زیاتېدو خبر ورکړ او دا یې په نړیواله کچه د "عامې روغتیا" لپاره "د اندېښنې وړ او بیړنۍ" موضوع وبلله. د سازمان چارواکو د اګست پر ۱۵مه په سویډن کې هم د وایرس نوې بڼه تایید کړه او ویې ویل چې ښايي سرچینه یې افریقا وي.
د ۲۰۲۳ز کال په جنورۍ کې د اوسنۍ وبا له پیل راهیسې، په کانګو جمهوریت کې ټول ۲۷،۰۰۰ کسان په وایرس اخته شوي او تر ۱،۱۰۰ زیات کسان، چې لوی شمېر یې ماشومان دي، یې وژلي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان پر ووبپاڼه لیکلي چې د اېم پاکس په وایرس اخته ناروغانو پر بدن تڼاکو ته ورته دانې پیدا کېږي، تبه لري، سر، د عضلاتو او ملا درد لري، ستوماني محسوسوي او د لېمفاټېک نظام، چې د ناروغیو پر وړاندې د مدافعت دنده ترسره کوي، غوټې یې پړسېږي. سازمان وايي چې د اېم پاکس وایرس له یو کس نه بل ته خپرېدای شي، نو ځکه ناروغان باید ګوښه کړل شي.