د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او ترکمنستان چارواکو د افغانستان له لارې د بجلۍ او ګېس پر لېږدولو خبرې کړې دي


اسحق ډار او رشيد ميردوف د جولای پر ۲۳مه، په اسلام اباد کې د ملاقات په وخت
اسحق ډار او رشيد ميردوف د جولای پر ۲۳مه، په اسلام اباد کې د ملاقات په وخت

د پاکستان او ترکمنستان چارواکي وايي غواړي دوه اړخیزه تجارت یې زیات شي او په دې ترڅ کې یې د افغانستان له لارې د بجلۍ او ګېس د لېږد په اړه "ګټورې خبرې" کړې دي.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزیر اسحق ډار د جولای پر ۲۳مه، په اسلام اباد کې د خپل ترکمن سیال رشيد ميردوف سره وکتل. تر دې ملاقات وروسته دواړه په شريکه خبري غونډه کې وويل چې غواړي سوداګرۍ ته وده ورکړي او د يو بل هېوادونو تجارانو ته د وېزو ورکړه اسانه کړي.

د تاپي نللیکې نقشه
د تاپي نللیکې نقشه

پر ټيليويژن په ژوندۍ بڼه خپرېدونکې دې خبري غونډه کې ډار وویل چې ترکمنستان کولی شي د پاکستان له سمندري بندرونو ګټه پورته کړي. د هغه په وينا له ميردوف سره یې په دې هم خبرې وکړي چې څنګه د کرنیزو توکو، تعليم او انرژۍ په برخه کې همکاري زیاتولی شي.

ميردوف په دې خبري غونډه کې وويل چې په سیمه کې د سوداګرۍ ډېرې موقعې موجودې دي چې بايد ګټه ترې واخیستل شي. هغه زیاته کړه چې هېواد یې حاضر دی چې پاکستان ته بجلي‌ او ګېس ورکړي. هغه زیاته کړه چې له ډار سره یې په دې اړه خبرې وکړي چې څنګه د تاپي پروژه ژر بشپړېدلی او عملي‌کار اخیستو ته چمتو کېدلی شي.

تاپي چې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګېس پايپ غځولو پروژه ده، د تېر ولسمشر حامد کرزي په وخت کې لاسليک او بیا د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت په وخت په عملي ډول پيل شوه. خو د طالبانو د بریدونو له امله یې کارونه کرار روان وو.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان جمهوری او منتخب حکومت چپه کړ. له هغه وروسته یې که څه هم د نړیوالو سره د اړیکو د بحالولو کوښښ کړی خو تر اوسه پورې کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی. د طالبانو د حکومت د بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې د تاپي پروژې د ترسره کولو لپاره تیار دی او امنيت یې هم خوندي دی.

د پلان له مخې ټاکل شوې وه چې پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې د خپلې برخې کار پیل کړي خو دا عمل هم ځنډېدلی دی. د دې پروژې نللیکه ۱۸۰۰ کېلومیټره اوږده ده چې پر جوړېدو یې د شاوخوا ۱۰ اربه ډالرو لګښت اټکل شوی دی. له پروژې سره سم، ترکمنستان به هر کال ۳۳ اربه مکعب ميټره ګيس افغانستان، پاکستان او هند ته ورکوي، چې پکې به پينځه اربه مکعب ميټره افغانستان او ۱۴، ۱۴ اربه مکعب ميټره پاکستان او هند اخلي.

د پروژې د بشپړېدو په صورت کې به افغانستان هر کال ۴۰۰ مېلیونه امریکايي ډالره د ګیس د ټرانزېټ یا لېږد له لارې ترلاسه کولی شي. په همدې حال کې د هند حکومت هم ويلي چې ترکمنستان سره یې خبرې روانې دي چې څنګه د سیمه ييزې سوداګرۍ د زیاتولو دا پروژه په عملي‌ ډول روانه شي.

اسحق ډار او رشيد میردوف په داسې وخت کې د سوداګرۍ په زیاتولو غږېدلي چې پاکستان د انرژۍ له کمي سره مخ دی. نيږدې هره ورځ خلک د بجلۍ د نشتون له وجېاحتجاجونه کوي. بلخوا حکومت وايي کوښښ کوي چې د سیمه ييزې سوداګرۍ په زیاتولو سره د اقتصادي بحران د کمولو په ترڅ کې ګېس او بجلي ډېره کړي.

XS
SM
MD
LG