د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او ترکمنستان د تاپي پروژې لپاره امنیتي پلان لاسلیک کړی


د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي (TPI) د ګازو نللیکې امنیتي پلان لاسلیک شو.
د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي (TPI) د ګازو نللیکې امنیتي پلان لاسلیک شو.

د افغانستان ملي امنیت شورا بېګا په بیان کې ویلي چې له ترکمنستانه د تاپي پروژې مدیر محمد متیرات امانوف د اپرېل پر ۱۵مه کابل ته ورغلی وو او هلته یې د امنیت شورا له مرستیال عبدالله عباد سره پر امنیتي پلان دستخط وکړ.

بیان وايي، امنیت شورا د څلورو هېوادونو د ګیسو د نللیکې د دې پروژې د امنیتي پلان په عملي کولو کې مرسته کوي.

د تاپي پروژې پایپلاین ۱،۸۰۰ کیلومیټره اوږدوالی لري چې له ترکمنستانه به ګیس افغانستان، پاکستان او هند ته رسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG