د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت د افغانستان له لارې پاکستان ته ګیس وړونکي سوداګر ورغوښتي


د جون په ۱۳مه له روسیې پاکستانه ته د ګیس رسیدلی ټانکرې په تورخم کې ولاړې دي ـ د جون ۱۳مې انځور.
د جون په ۱۳مه له روسیې پاکستانه ته د ګیس رسیدلی ټانکرې په تورخم کې ولاړې دي ـ د جون ۱۳مې انځور.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت هغه سوداګر ورغوښتي چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګېس په ټرانزېټ ډول پاکستان ته لېږدوي.

دې وزارت د جون پر ۲۴مه په یوه بیان کې ویلي چې دا سوداګر دې د خپلو اسنادو د اداري پړاوونو د بشپړولو لپاره دې وزارت ته ورشي.

بیان زیاته کړې چې د هېواد له لارو د ګاز او نورو نفتي موادو ټرانزیټ د ملي عوایدو د زیاتولو ترڅنګ د ټرانسپورټي سکتور د فعالېدو سبب کېږي او افغانانو ته د کار امکانات برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جون پر ۲۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د بهرنيو چارو د مملکت وزيرې حنا رباني کر د جون پر ۲۱مه تورخم ته د سفر پرمهال له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتولو او پر پوله د خلکو د تګ راتګ چارو اسانولو په برخه کې د اسانتیاو په ډېرولو ټينګار وکړ.

په وروستیو کې د پاکستان سوداګرو له روسیې څخه د مایع پېټرولي ګیس ۱۵ ټانکرونه د تورخم بندر له لارې درامد (وارد) کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG