د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په نوښار کې خبریال حسن زیب وژلی دی


 پولیس د برید په ځای کې پلټنې کوي
پولیس د برید په ځای کې پلټنې کوي

د خیبر پښتونخوا پولیس وایي د نوښار ضلعې په اکبرپوره کې وسلوالو خبریال حسن زیب په ډزو وژلی دی.

د خبریال ورور انور زیب د پېښې په اړه په دایره کړې مقدمه کې ویلي دي، چې هغه د خپل ورور سره د جولای پر ۱۴مه مازیګر مهال په اکبرپوره کې روان وو چې موټرسایکل سورو وسلوالو پرې ډزې وکړې او ورور یې ورله ځای پر ځای وواژه. هغه وویل چې د کورنۍ یې له چا سره دښمني نشته.

حسن زیب په پېښور کې د اردو ورځپاڼې "آج" سره کار کاوه. پولیس وایي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

په خیبرپښتوخول کې د خبریالانو د حقونو لپاره کار کوونکې اتحادی، خیبر یونین آف جرنلسټس د حسن زیب د قتل غندنه کړې ده. د ټولنې مشر ناصر حسین په يو بیان کې ویلي دي چې حکومت بايد د خبریالانو حفاظت وکړي. د بیان ترمخه، په خیبرپښتونخوا کې په تېرو دوه میاشتو کې د صحافیانو د وژنې دا دریمه پېښه ده نو

دې اتحادیې د جولای پر ۱۵ مه د پېښور پریس کلب مخې ته د احتجاج اعلان کړی دی. د خیبرپښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډا پور د تېرو پېښو په څير دا ځل هم د خبریال حسن زیب د قتل غندنه کړې ده.

د وزیر اعلی هاوس لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي دي چې اعلا وزیر له پولیسو د پېښې راپور غوښتی دی. اعلا وزیر ژمنه کړې چې د حسن زیب کورنۍ ته انصاف ورکولو لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي.

له دې وړاندې په قبایلي ضلعي خیبر کې هم نامعلومو کسانو خبریال خلیل اپریدی په ډزو وژلی دی. د خیبر پولیس وایي چې اپریدی د جون په ۱۸ مه شپه شاوخوا ۱۰ بجې د لواړګي په سلطان خیلو سیمه کې هغه وخت پټه مخو وسله والو وواژه چې کله هغه خپل کور ته روان وو. د خلیل اپریدی وژنې نه پس خبریالانو ګڼ شمېر احتجاجونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو څار یوشمېر کورني او نړیوال سازمانونه پاکستان د خبریالانو له سختو خطرناکو هېوادونو یو بولي.

په پاکستان کې د رسنیو د خپلواکۍ او د بیان ازادۍ لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې (فریډم نېټورک) سږ کال د مې پر درېیمه د بیان د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل کلني رپورټ کې وویل چې په هغه هېواد کې خبریالانو او رسنیو ته بېلابېل ګواښونه زیات شوي دي.

فریډم نېټورک ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له مې میاشتې څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل پورې د یو کال په موده کې په پاکستان کې څلور خبریالان وژل شوي ول. د ادارې په خبره، په هغه موده کې پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د تشدد شاوخوا ۱۰۴ پېښې ثبت شوې وې چې پکې وژنې، بریدونه، تښتونې، ګواښونه او مقدمې شاملې دي.

خو په پاکستان کې حکومتي چارواکو په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په هېواد کې رسنۍ ازادې دي او ټول وګړي د بیان ازادۍ حق لري.

په ۲۰۲۱ کال کې د پاکستان د هغه وخت حکومت د خبريالانو د خونديتوب په اړه یو قانون جوړ کړ. د هغه قانون له مخې، حکومت به د هر سړي او ادارې له خوا د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د هر ډول ځورونې، تشدد او ناوړه ګټې اخيستنې پرضد ټول اقدامات کوي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG