د کلا عبدالله د پولیسو مشر وايي، وسلوالو په یو برید کې د لېویز ځواک د یوې څوکۍ مشر وژلی دی.
شاهد جمیل کاکړ خبریالانو ته وویل چې د نومبر پر ۱۹مه وسلوالو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه کلا عبدالله کې د لېویز ځواک پر څوکۍ حمله وکړه.
نوموړي تور پورې کړ چې برید د فقیر محمد په نوم یو ځايي وسلوال او د هغه ملګرو کړی دی چې د نیولو لپاره یې عملیات روان دي.
پولیس وايي، فقیر محمد د قتل، غلا او ناامنۍ پېښو کې ښکېل او ورته مطلوب دی.
تر پېښې وروسته ځايي خلکو مظاهره کړې او د کلا عبدالله او کوټې ترمینځ لویه لاره یې تر څه مهاله د احتجاج په توګه تړلې وه.
په بلوچستان کې له څو کلونو راهیسې ناامني او جرمونه زیات شوي دي او تر دې مخکې هم وسلوالو ډلو پر لېویز ځواک، پولیسو او پوځ بریدونه شوي دي.
بل پلو د بلوچستان پولیس او پوځ وخت په وخت ویلي دي چې د امنیت ساتلو لپاره جدي اقدامات کوي او د وسلوالو ډلو پر وړاندې وخت په وخت هدفي عملیات هم ترسره کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم د روان (۲۰۲۵ز) کال د جولای پر ۲۶مه کوټې ته د سفر پر مهال ویلي وو چې وفاقي حکومت په "ترهګرۍ ضد" مبارزه کې د بلوچستان حکومت "کلک ملاتړ" کوي.