د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا کانګرس طالبانو ته د پیسو د لېږد د ودرولو لپاره وړاندې شوې مسوده تصویب کړه


د ۲۰۲۰ کال انځور: د کابل پر يو دیوال د طالبانو د يو مشر ملابرادر او د امريکا استازي زلمي خلیلزاد انځور
د ۲۰۲۰ کال انځور: د کابل پر يو دیوال د طالبانو د يو مشر ملابرادر او د امريکا استازي زلمي خلیلزاد انځور

د امریکا کانګرس (د استازو جرګې) د جون په ۲۵مه هغه بیل یا قانوني مسوده تصویب کړې چې له مخې یې طالبانو ته د نغدو پیسو لېږد بندیږي.

د کانګرس غړي او د دغې جرګې د بهرنیو اړیکو د فرعي کمیټې د منځني ختیځ مرستیال ټیم برچيټ ویلي چې د امریکایانو د ټیکس پیسې باید د دوی د دښمنانو جیب ته ولاړې نه شي.

هغه پر خپله ایکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې پکې یې د استازو جرګې د دې مسودې د جزیات وړاندې کړي دي. "دا مسوده به طالبانو ته د نورو پیسو د ورتلو مخه ونیسي. د امریکا پالیسي دا ده چې د هغه مالي مرستو یا موادو مخالفت وکړي چې د طالبانو د ملاتړ سبب کېږي. دا د هغو بهرنیو هیوادونو په اړه هم د راپور غوښتنه کوي چې له طالبانو سره مالي مرسته کوي یا مادي ملاتړ يې کوي او د امريکا د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتنه کوي چې د ملاتړ چمتو کولو څخه د بهرني هیوادونو د نه هڅولو لپاره یوه تګلاره جوړه کړي."

برچيټ زیاته کړه چې د دې مسودې له مخې به د افغانستان د مالي صندوق او د افغانستان د مرکزي بانک په اړه هم د معلوماتو او راپور غوښتنه وشي. هغه همداراز له فاکس نيوز سره په مرکه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تورن کړی چې په قصدي ډول دا معلومات نه ورکوي چې طالبانو ته یې چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې پر افغانستان واکمنان دي، څومره پیسې لیږلي دي.

خو د مې په مياشت کې خپور شوي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سر څيړونکي ادارې (سیګار) د راپور له مخې واشنګټن د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې افغانستان سره په بشري برخه کې دوه اعشاریه اته بیلیونه ډالره مرسته کړې ده. سیګار ویلي چې له دغو بشري مرستو څخه طالبان هم ګټه اخلي، خو کره شمېرې یې نه وې وړاندې کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زور حکومت نيولی دی. تر هغې وروسته یې ګڼ سختدريځه حکمونه عملي کړي دي. په دغو کې له شپږم ټولګي پوته د نجونو ښوونځي بندول، پر ښځو د کار بندیز او جبري مخ پټول شامل دي. پر دې سربیره طالبانو دنړیوالو دا غوښتنه هم نه ده منلي چې په خپل حکومت کې نورو سیاسي ګوندونو ته ځای ورکړي.

پر دې هر څه سربیره د طالبانو تر حکومت لاندې افغانستان سره نړیوالې مرستې کېږي. ملګرو ملتونو ويلي چې د اروپايي اتحادیې، امریکې او نورو فنډ ورکونکو لخوا دا مرستې د بشري ناورینونو د مخنيوي لپاره دي. خو افغان میرمنو د بېلابېلو مظاهرو په مهال د نيوکو په کولو سره ويلي چې کابل ته د نغدو پیسو لېږل د طالبانو د قوي کېدو يو لامل دی.

XS
SM
MD
LG