د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ویانا غونډې ګډونوالو له طالبانو سره پر "مذاکراتو" ټینګار کړی


د جون پر ۲۴مه په ویانا کې د طالب ضد څېرو د پيل شوي غونډې انځور.
د جون پر ۲۴مه په ویانا کې د طالب ضد څېرو د پيل شوي غونډې انځور.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ځينو مخالفو سیاستوالو د اسټريا یا اتریش په مرکز ويانا کې غونډه کړې چې پکې یې له طالبانو سره پر مذاکراتو ټينګار کړی دی.

د "يو جمهوري افغانستان لپاره د ويانا کنفرانس" نومي دې غونډه کې ګډونوالو وويل چې په افغانستان کې د ارامۍ لپاره د افغانانو ترمينځ خبرې اترې ضروري دي.

د افغانستان پخواني جهادي رهبر او د پارلېمان پخواني غړي محمد محقق غونډې ته وويل چې له طالبانو سره "مذاکرات" غواړي خو که داسې نه کېږي نو بیا به دويمې مرحلې ته تلل وي چې "مقاومت" دی.

د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود بیا غونډې ته وويل چې د طالبانو مخالف سیاستوال بايد د راټولېدو مشترک ټکی پيدا کړي.

طالبانو تر اوسه د دې غونډې په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی خو په تېر وخت کې یې ويلي چې مخالف سیاستوال یې ازمویل شوې څېرې دي.

له کله نه چې طالبانو، د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زور حکومت نیولی، له هغې وروسته، د افغانستان ګڼ سیاستوال هېواد پرېښودو ته مجبوره شوي دي. د نړیوالو پر غوښتنو سربیره هم، طالبانو په حکومت کې له خپلو غړيو پرته بل چا ته ځای نه دی ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG