د لاسرسي ځای

تازه خبر

سمي دين بلوڅې ته د انساني حقونو د دفاع جایزه ورکړل شوې ده


سمي دين بلوڅه د لادرکو بلوڅانو د موندلو د تنظيم (وایس فار ميسينګ بلوچ پرسنز) عمومي سيکريټري ده.
سمي دين بلوڅه د لادرکو بلوڅانو د موندلو د تنظيم (وایس فار ميسينګ بلوچ پرسنز) عمومي سيکريټري ده.

د بشري حقونو يوې نړیوالې ادارې د جبري لادرکيوو پرضد د مبارزې لپاره، د بلوچستان سمي دين بلوڅې ته د انساني حقونو د دفاع جایزه ورکړې ده.

سمي دين بلوڅې د جون پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې ایرلینډ مېشتې ټولنې " فرنټ لاين ډيفینډرز" ورته دا جایزه د لادرکو خلکو د موندلو لپاره د کار پر سر ورکړې ده.

دې ادارې پر خپله ویبپاڼه ليکلې چې "دا معتبره جایزه یې د بېلابېلو هېوادونو پينځو نه ستړي کېدونکو مبارزه کوونکيو" ته ورکړې چې يوه پکې سمي دین بلوڅه ده."

سيمي دين بلوڅه وايي هغې د جبري لادرکيوو د درولو هڅې په ۲۰۰۹ م کال کې "له هغه وروسته پيل کړې چې پلار يې، ډاکټر دين محمد بلوڅ د پاکستان امنيتي ځواکونو له ځان سره بوت او لادرکه یې کړ."

نوموړې هغه وخت لس کلنه وه او اوس د لادرکو بلوڅانو د موندلو د تنظيم (وایس فار ميسينګ بلوچ پرسنز) عمومي سيکريټري ده.

د پاکستان پوځ د دين محمد بلوڅ د لادرکه کولو په اړه څه نه دي ويلي. خو د جبري لادرکيوو پر مسله دريځ لري چې يو حکومتي کمېشن یې د حلولو لپاره کار کوي او ټول لادرکه بلوڅان له امنيتي ځواکونو سره نه دي بلکې ځينیي د دوی په وینا، په وسله والو تنظيمونو کې په فعاليت بوخت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG