د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅان وايي د پاکستان نوی حکومت هم د جبري لادرکيو د مسلې په حل کې "سنجيده" نه دی


 په پاکستان کې د ورکو بلوڅانو خپلوان د لادرکه کسانو د خوشې کېدو لپاره له اوږدې مودې راهیسې پر احتجاج دي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې د ورکو بلوڅانو خپلوان د لادرکه کسانو د خوشې کېدو لپاره له اوږدې مودې راهیسې پر احتجاج دي ـ پخوانی انځور.

د ورکو بلوڅانو لپاره کار کوونکي تنظیم، وایس فار بلوچ میسینګ پرسنز مشران وايي د پاکستان اوسنی حکومت هم د تېرو هغو په شان د جبري لادرکيو د مسلې په حل کې "سنجيده" نه دی.


د دې تنظيم مشر نصرالله بلوڅ او د هغه مرستیال ماما عبدالقدیر بلوڅ د مې پر ۱۳مه په کوټه کې جوړ شوي احتجاجي کيمپ کې خبریالانو ته وويل چې د پوځ مشر هم نوی دی او حکومت هم، خو هغوی په خبره، دوی د حالاتو د بهترۍ هيله نه ورڅخه لري.

نصر الله بلوڅ د پاکستان پر عدالتونو او ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د امنيتي ځواکونو په لاس د زرګونو لادرکه کړل شويو بلوڅانو د موندلو او عدالتونو ته د وړاندې کولو لپاره دې کار وکړي.


د پاکستاني پوځ وياند میجر جنرال احمد شريف د مې پر اوومه په راولپينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې د لادرکو کسانو شمېر په زرګونو کې نه دی.

هغه ادعا کړې وه چې ځيني بلوڅان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی لادرکه دي. خو وایس فار بلوچ ميسينګ پرسنز وايي چې لادرکه کړل شوي کسان په جعلي پوځي عملیاتو کې وژل کېږي او یا یې هم خراب کړل شوي مړي موندل کيږي.

بلخوا د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ په دې وروستیو کې ویلي ول چې په زوره د ورک کړل شویو کسانو مسله "ډېره پېچلې" ده او په یوه ورځ کې نه شي هوارېدای. نوموړي د اپرېل پر ۲۳مه په اسلام اباد کې د اطلاعاتو له وزیر عطا الله تارړ سره یوځای یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال زياته کړه چې دا ستونزه له تېرو څلورو لسيزو راهيسې روانه ده.

تارړ په خپلو دغو خبرو کې دا هم ویلي ول چې په دې مسله کې د دولتي بنسټونو د لاس لرلو ادعا په کلکه نه شي ردېدلای، خو هغه زياته کړه چې په دې اړه يې شواهد نه دي تر لاسه کړي.

نوموړي زياته کړې وه چې په پاکستان کې په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره سرکاري کمېشن جوړ شوی دی. د هغه په وينا د شاوخوا ۱۰،۲۰۰ بې درکه کسانو قضيې هغه کمېشن ته لېږدول شوې دی، چې ۷،۹۰۰ يې هوارې شوي او ۲۳ سلنه يې پاتې دي، خو بلوڅان او پښتانه د بې درکه کړل شويو کسانو شمېر لسګونه زره يادوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې له اوږدې مودې راهيسې زرګونه کسان ورک دي چې زياتره يې بلوڅان او پښتانه دي.

د بشري حقونو فعالان د او د ورکو کسانو خپلوان د خلکو د بې درکه کولو تور د هغه هېواد پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي، خو پوځ او استخباراتي ادارو دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG