د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شپږو ګوندونو نوی اتحاد: د جبري لادرکيوو لړۍ دې ودريږي او امن دې پر ځای شي


ايمل ولي خان، خوشال خان کاکړ، عبدالمالک بلوچ او نور سیاسي مشران په خبري غونډه کې
ايمل ولي خان، خوشال خان کاکړ، عبدالمالک بلوچ او نور سیاسي مشران په خبري غونډه کې

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اپوزيشن شپږو ګوندونو مشرانو په يوه غونډه کې د يوه نوي اتحاد جوړولو پرېکړه کړې ده.

په اتحاد کې عوامي نیشنل ګوند، جمعیت علمای اسلام، پښتونخوا نیشنل عوامي پارټي، هزاره ډېموکریټېک ګوند، نیشنل پارټي او نیشنل ډېموکراټېک موومنټ شامل دي.

ترغونډې وروسته د دې ګوندونو مشرانو په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې هدف يې په بلوچستان کې د لادرکه کسانو او د ترهګرۍ مسلو ته حل موندل دي. دوی زیاته کړه چې امنيتي ځواکونه باید د وسله والو پر فعالیتونو سترګې پټې نه کړي.

د جون پر نهمه، غونډې ته د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر او سېنېټر، اېمل ولي خان هم ورغلی وو. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې د اتحاد هدف د حکومتونو جوړول او ورانول نه بلکې د ولس ستونزې هوارول دي.

خان زياته کړه، قوي امکان دی چې د سياسي اتحادونو دا لړۍ د ملک نورو صوبو ته هم وغځېږي. د هغه په وينا په پاکستان کې باید جمهوريت پياوړي شي او په سیاست کې دې د غیرجمهوري قوتونو لاسوهنې بندې شي.

د پښتونخوا نیشنل پارټۍ مرکزي مشر خوشال خان کاکړ بيا مشال راډيو ته وويل چې د هېواد اسمبليانو ته منتخب شوي کسان يوازې د پيسو ګټلو په لټه کې دي اود ولسي ستونزو د حل لپاره ورسره واک نشته. هغه زیاته کړه چې ټول سیاسي ګوندونه بايد پر وسایلو د ځايي خلکو د حق خبره وکړي.

بلخوا د بلوچستان حکومت د دې شپږ ګونديزه اتحاد د جوړېدو هرکلی کړی دی. د حکومت وياند شاهد رند د جون پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې د صوبې حکومت تيار دی چې د ترهګرۍ ترڅنګ د نورو مهمو مسلو د حل په برخه کې له اپوزيشن ګوندونو سره ګډ کار وکړي.

په بلوچستان کې د تېرې اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ پېښې کېږې چې په وروستیو کې پکې زیاتوالی راغلی دی.

په روان کال کې په نوشکي، ګوادر او تربت کې د پنجاب سره تړاو لرونکي ځینې مزدوران په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دی. دا راز د صوبې په پښتون میشتو سیمو کې د کویلې کاروبار سره په اړوند کسانو بریدونو په بېلا بېلو وختونو کې مرګژوبله اړولې ده. د کوېلې کاروبار سره په اړونده کسانو د شویو ځینو بریدونو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچستان لیبرېشن ارمي (بي اېل اې) قبولې کړي دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG