د لاسرسي ځای

تازه خبر

فعالان: حکومت دې ټول ورک بلوڅ زده کوونکي خوشې کړي


فعالان: حکومت دې ټول ورک بلوڅ زده کوونکي خوشې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00

په اسلام اباد کې لسګونه بلوڅ زده کوونکو او فعالانو د یو بلوڅ زده کوونکي د جبري درکۍ د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت احتجاجي لاریون او مظاهره کړې ده. دوی د مې ۱۱مې احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل چې فېروز بلوڅ دوه کاله مخکې د راولپېنډۍ له زرعي پوهنتونه ورک شوی او تر اوسه یې هېڅ پته نه ده لګېدلې. دوی وویل چې حکومت دې ټول ورک زده کوونکي پیدا کړي او که پر چا تور وي، نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي. فعالان او د بلوڅانو د حقونو سازمانونه وايي چې په پاکستان کې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې لسګونه زره بلوڅان د جبري بې درکیو ښکار شوي چې ورڅخه یې ځینې وژل شوي هم دي. د بلوڅانو د ورکولو تور اکثر پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کېږي. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف د مې پر اوومه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د جبري بې درکه شویو د شمېر په اړه مبالغه کېږي. هغه وویل چې د خلکو د ورکولو د پېښو پلټونکي سرکاري کمېشن د زرګونو کسانو پته لګولې خو ځینې کسان نورو هېوادونو ته تللي او ځینې له وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG