د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایمل ولي: پاکستان کې غيراعلانیه مارشل لا ده، پوځ دې له خپل کار سره کار وساتي


ایمل ولي‌ خان د مې پر ۱۶مه په باچا خان مرکز پېښور کې خبري غونډې ته وينا وکړه.
ایمل ولي‌ خان د مې پر ۱۶مه په باچا خان مرکز پېښور کې خبري غونډې ته وينا وکړه.

د عوامي نېشنل ګوند مشر سېنېټر ايمل ولي خان وايي په پاکستان کې نااعلان شوې مارشل لا (امريت) لګېدلې چې سیاست کول یې مشکل کړي دي.

هغه د مې پر ۱۶مه په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وويل چې بیا د مارشل لا لګوونکي همغه پخواني خلک دي خو طریقې یې نوې زده کړې دي. "اوس دوی پخپله د حکومت جوړولو لپاره مخې ته نه راځي بلکې خپل لاسپوڅې رامخې ته کوي. موږ دا وايو چې پوځ باید د خپل کار [امنيت ساتلو] سره کار ولري."

مارشل لا پوځي حکومت ته وايي. ايمل ولي خان وويل چې عوامي نېشنل پارټي به ډير ژر په روانو حالاتو د بحث لپاره يوه ټولګوندیزه غونډه راوبولي.

په "سیاست کې د پوځ لاسوهنه"

ايمل ولي خان په خپله خبري غونډه کې ټينګار وکړ چې په پاکستان کې بايد ټولې ادارې د ايين په دایره کې کار وکړي. "موږ غواړو په پاکستان کې هر قوم په خپلو وسایلو واک اختیار ولري. موږ پښتونستان نه بلکې په پاکستان کې د قومونو ازادي غواړو. په دې هم بارو ولرو چې صوبو دې خپل واکونه ولري. جمهوریت د ډيرو مسایلو حل دی نو ځکه باید ایسټبلېشمېنټ په سیاست او ولسي چارو کې مداخله ونکړي.‌"

د پاکستان په تاريخ کې پوځ درې ځل کودتاوې کړې او نيغ په نيغه یې حکومتونه کړي دي. خو اوسمهال پر عوامي نېشنل ګوند سربیره، جمعيت علمای اسلام (ف) او د پاکستان د ايين ساتنې په نوم د شپږو حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد ادعا کوي چې پوځ د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د خپلې خوښې خلک رامخې ته کړي دي او د حکومت په کارونو کې ګوتې وهي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن په انتخاباتو کې درغلي نه مني او وايي له هېڅ ګوند سره زیاتی نه دی شوی. د پوځ ویاند مېجر جنرال احمد شریف د مې پر پينځمه په یوه خبري غونډه کې وويل چې په سیاست کې کار نه لري. هغه ادعا وکړه چې د پوځ کار یوازې امنيت برابرول دي او په حکومتي چارو کې مداخله نه کوي.

ناامني او جبري لادرکۍ

د عوامي نېشنل ګوند مشر دعوه وکړه چې د جوړ جاړې په پلمه ۴۰،۰۰۰ ترهګر راوستل شوي دي. نوموړي د پخواني پوځي مشر جنرال قمر جاويد باجوه، د جاسوسي ادارې (ای اېس اي) پخواني مشر جنرال فيض حميد، پخواني وزیراعظم عمران خان او د خیبر پښتونخوا پخواني اعلا وزير محمود خان نومونه واخیستل او زیاته یې کړه چې هغوی له ترهګرو سره د جوړجاړې په پالیسۍ خپلولو سره ترهګرۍ ته وده ورکړې ده. ايمل ولي خان غوښتنه وکړه چې له دغو خلکو سره بايد حساب کتاب وشي.

دغو پوځي مشرانو په دې اړه څه نه دي ويلي خو د عمران خان ګوند، تحريک انصاف مشرانو له خپلو پخوانيو پالیسیو دفاع کړې ده. دا ګوند دريځ لري چې عمران خان غوښتل د جګړې پر ځای د خبرو اترو له لارې سوله راشي.

د ۲۰۲۱ز کال په نومبر کې د تحريک انصاف حکومت وويل چې له وسلوالو سره مذاکرات د ترهګرۍ د ودرولو ښه حل دی.

ایمل ولي خان همداراز وويل چې په پاکستان کې بايد جبري لادرکۍ ودرېږي. هغه زیاته کړه چې "د ریاست جابرانه پالیسۍ چې خپل بچي په زور غيبوي"، نه مني او په مخالفت کې به یې ودرېږي.

د پاکستان پوځ دريځ لري چې د لادرکو خلکو شمير په زرګونو کې نه دی او يو سرکاري کمېشن د دې مسلې د حل لپاره کار کوي. د پوځ ویاند مېجر جنرال احمد شریف دعوه کړې ده چې ځيني بلوڅان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی لادرکه دي.

د لادرکه بلوڅانو لپاره کار کوونکی تنظیم (وایس فار بلوچ ميسينګ پرسنز) دا نه مني. د دې تنظيم مشر نصرالله بلوچ د مې پر ۱۳مه په کوټه کېپه يوه خبري غونډه کې وويل چې لادرکه کړل شوي کسان په جعلي پوځي عملیاتو کې وژل کېږي او یا یې هم خراب کړل شوي مړي موندل کيږي.

دا د عوامي نیشنل پارټۍ د مرکزي مشر تر ټاکل کېدو وروسته، د ایمل ولي خان لومړۍ خبري غونډه وه. نوموړي خبریالانو ته د پاکستان دننه داخلي سیاست او بهرني سیاست په اړه د خپل ګوند پالیسیانې تشريح کړې. د هغه په وينا دا پالیسي د عوامي نېشنل ګوند مرکزي کمېټې تر غونډې وروسته وړاندې کوي.‌

قبایلی سیمې او افغانستان

ايمل ولي خان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په اړه وويل چې هلته باید امرانه رویې بندې شي. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې بايد داسې نظام وي چې د هغه ځای د خلکو په خوښه او رايه راغلی وي.

نوموړي وويل: "افغانستان زموږ ګاونډی هېواد دی خو افغانستان زموږ پښتنو لپاره د پلار نيکه وطن هم دی. ‌'د لر اوبر يو افغان' مطلب دا دی چې موږ يو قوم يو او د یو بل په غم او درد کې شريک يو. موږ د اشرف غني او حامد کرزي حکومتونه ځکه منل چې هغوی د انتخاباتو له لارې راغلي وو. اوس د افغان طالبانو حکومت ځکه نه منو چې دوی د ټوپک په زور راغلي دي. دوی دې د افغانانو په رايو راشي، نه یوازې موږ به یې ومنو بلکې په دنيا کې به یې وکالت هم کوو."

ايمل ولي خان زیاته کړه چې پر ډيورنډ کرښه دې د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې برابرې شي. د نوموړي په وينا د قبايلي سيمو خلکو سره شوې وعدې نه دي پوره شوې او د کال یو ارب روپۍ باید ورکړل شي.

ايمل ولي خان وړاندې وويل: "له افغانستان سره بايد ټولې تجارتي لارې پرانیستل شي. بلکې زه وايم چې د ټولو ګاونډيانو سره دې د سوداګرۍ لپاره لارې خلاصې وساتل شي."

ایمل ولي خان په خبرې غونډه کې اعلان وکړ چې د عوامي نېشنل پارټۍ غړي به په سېنېټ کې له حکومت او اپوزېشن څخه جلا کښېني. هغه زیاته کړه چې د اسمبلۍ دننه به په خپلواک ډول سیاست کوي. دغه ګوند په سېنېټ کې درې غړي لري.

اړوند

XS
SM
MD
LG