د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته دې تګ راتګ نرم شي: اېمل ولي


د عوامي نیشنل پارټۍ صوبايي مشر اېمل ولي خان په لنډيکوتل کې جلسې ته وینا کوي
د عوامي نیشنل پارټۍ صوبايي مشر اېمل ولي خان په لنډيکوتل کې جلسې ته وینا کوي

د مارچ په لسمه (۱۰ ) د عوامي نیشنل ګوند مشرانو او کارکنانو د خیبر درې پر لار د پولیسو د ټولو بندیزونو په لیرېکولو سره ماښام پینځه بجې لنډي کوتل ته د لاریون په شکل کې ورسېدل او جلسه یې هم د دې خنډونو له کبله د تورخم پرځای په لنډي کوتل کې وکړه.

د لنډي کوتل بازار په باچا خان چوک کې دغې جلسې ته د وینا په وخت د عوامي نیشنل ګوند صوبایي صدر ایمل ولي خان وویل، پر تورخم لار د سختیو او مختلفو بندیزونو له وجې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تجارت حجم ډېر راکم شوی دی.

نوموړي وویل، په ۲۰۱۲ کې تجارت دوه نیم بیلیونه ډالره وو، تمه وه چې ۲۰۱۷ پورې به دا لسو بیلیونو ډالرو ته ځي خو له بده مرغه په ۲۰۱۶ کې د پولې سمبالولو پالیسۍ لاندې بندیزونه ولګول شو او تجارتي حجم راښکته شو، کاروبار او روزګار راکم شوی دی.

اېمل ولي خان وویل، ''د افغانستان وګړي به دلته علاج، تعلیم او تجارت لپاره راتلل خو اوس د پاسپورټ او ویزې له وجې نه شي راتلی، د نړۍ ډېری ملکونه په خپل مينځ کې دا شرطونه نه لري، کاروبار یې ټیکس فري (له چونګۍ ازاد) دی او موږ دا غوښتنه کوو چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ دې هم کاروبار ټیکس فري شي.''

پکار ده تورخم، لیټۍ پاس، غلام خان، ګورڅل، انګور اډه، خرلاڅو، سپین بولدک، نوا پاس غوندې لارې دې راته خلاص کړي که دوی یې نه پرانیزي نو بیا به یې په خپل مټ خلاصوو،دا مشکلات دې ختم کړي.
شیخ جانزاده

اېمل ولي خان په تورخم کې د ګاډو او مساپرو سمبالولو ادارې نیشنل لاجسټک سیل د رویې، په سرحدي سیمو کې په باړ لګولو او د پولې سمبالولو پالیسۍ لاندې لګول شوو محدودیتونو باندې سختې نیوکې وکړې. ''حکومت دې دا وضاحت وکړي چې زموږ مخه یی ولې ونیوله؟ زما په خیال دوی این ایل سي له نړۍ نه پټوي، په تورخم پوله چې له پښتنو سره کوم ظلم کېږي، هغه پټول غواړئ؟ په سرحدونو د باړ لګولو سره خو ترهګري راکمه نه شوه، نو دا ولې ولګول شو، زموږ روپۍ ولې ضایع شوې، موږ ټول عمر بې له وېزو تللي راغلي یو، که ویزه د حکومتي پالیسۍ برخه وي نو دا منو خو پکار ده شرایط یی نرم کړل شي، چې دا پښتانه یوازې د تجارت لپاره نه بلکې خپلو خپلوانو او غم ښادیو له په آسانه تلی راتلی شي.''

په دې جلسه کې د عوامي نیشنل ګوند د خیبر ضلعې صدر شاه حسین شینواری، ملک دریا خان اپرېدي، ایم پي اې نثار مومند، سید عاقل شاه او داسې نورو مشرانو هم ګډون وکړ.

د عوامي نیشنل ګوند د باجوړ شیخ جانزاده مشال ریډيو ته وویل، له افغانستان سره له باجوړه تر واڼه پورې ټولې تاریخي لارې دې خلاصې کړي: ''پکار ده تورخم، لیټۍ پاس، غلام خان، ګورڅل، انګور اډه، خرلاڅو، سپین بولدک، نوا پاس غوندې لارې دې راته خلاص کړي که دوی یې نه پرانیزي نو بیا به یې په خپل مټ خلاصوو،دا مشکلات دې ختم کړي.''

د خیبر ډپټي کمشنر دې جلسې ترسره کولو اجازه نه وه ورکړې او په یو نوټیفیکشن کې ویلي ول چې د کورونا وایرس د کیسونو زیاتیدو له امله د داسې جلسې اجازه نه شي ورکولی.

د خیبر پولیسو په مختلفو چیک پوسټونو باندې د عوامي نیشنل ګوند یوشمیر کسان نیولي وو او تر شپې ناوخته پورې یی په تاڼو کې ایسار کړي وو چې ځینې یې پکې بیا پریښودل شول او د دغه ګوند عهدیدران تور پورې کوي چې د دوی په کارکنانو پولیسو تشدد هم کړی دی خو د خیبر پولیسو دا دعوې ردوي.

د خیبر انتظامي او امنیتي چارواکي وایی چې د کورونا لومړۍ څپې پر مهال یې پروسږ کال یانې په ۲۰۲۰زکال کې تر شپږو میاشتو د تورخم لار تړلې وه. خو اوس ۲۴ ساعته سوداګرۍ منصوبې لاندې تجارت لپاره خلاصه ده. دوی وايي، په ۲۰۱۶ز کال یې د پولې سمبالولو پالیسۍ لاندې پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کړې او دغه ګام یی د امنیت په خاطر پورته کړی چې په تورخم دروازه د وسلوالو د تګ راتګ مخه ونیسي.

د تورخم انتظامي چارواکي وایی چې دا مهال په تورخم دروازه په هفته کې شپږ ورځې دواړو خواوو ولسي وګړي تګ راتګ کولی شي.

XS
SM
MD
LG