د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاستوالان بندیان شول خو جنرل مشرف ولې بندي نشو: مریم نواز


د مسلم لیګ مرستیاله مشره مریم نواز د ملتان جلسې کې د ګډون پر مهال: ۲۰۲۰، ۳۰ نومبر
د مسلم لیګ مرستیاله مشره مریم نواز د ملتان جلسې کې د ګډون پر مهال: ۲۰۲۰، ۳۰ نومبر

د پنجاب جنوبي او تاریخي ښار ملتان کې پاکستان جمهوري تحریک خپله پنځمه جلسه د پاکستان پیپلز ګوند د بنسټښودنې ۵۳مې کلیزې پر ورځ وکړه چې ورته تر ټولو اوږده وینا د مسلم لیګ ن مشرې مریم نواز وکړه.

د ګل په ورځ دې سترې ولسي غونډې ته د مسلم لیګ ن مرستیالې مشرې او د پخواني وزیر اعظم لور مریم نواز په خپله وینا کې وویل، چې د پيپلز ګوند د رهبر ذولفقار علي بوټو له زندۍ کولو راهیسې د سیاسي مشرانو ځورول دوام لري.

ملتان کې د پاکستان جمهوري تحریک د غونډې برخوال: ۲۰۲۰، ۳۰ نومبر
ملتان کې د پاکستان جمهوري تحریک د غونډې برخوال: ۲۰۲۰، ۳۰ نومبر

دې ویل، 'ذولفقار علي بوټو پانسۍ کېږي خو کورنۍ ته یې د هغه د جنازې اجازت نه ورکول کېږي، نواب اکبر بوګتي په غار کې ووژل شو خو خاندان ته یې د هغه د جنازې ادا کولو اجازت مېلاو نه شو، بېنظیر بوټو وژل کېږي او قاتل یې له هېواده بهر تښتي، زموږ د جلاوطنۍ په دور کې زما نیکه مړ شو خو زما پلار ته د هغه په جنازه کې د شرکت کولو اجازه ورنکړل شوه، بلې خوا ته د ټوپکو په زور لس لس او شل شل کاله حکومتونه کېږي، ایا پروېز مشرف د یوې ورځې لپاره چا په جېل کې وساتلو، نو زه نن د ملتان له ولسه دا پوښتنه کوم چې د منتخب نمایندګانو سره ولي داسې سلوک کېږي؟'

هغې د اوسني حکومت کورنۍ، بهرنۍ او اقتصادي تګلارې ناکامه وبللې او پر احتسابي بهیر یې سختې نیوکې وکړې.

د پاکستان جمهوري تحریک جلسې ته په وینا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل چې پاکستان جمهوري تحریک غواړي، اسخباراتي ادارې او پوځ دې د هېواد په سیاست کې لاسوهنه نه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د هېواد وزیر اعظم عمران خان هم په سیاسي چارو کې د لاسوهنې دا خبره اوس منلې ده. (دوه ورځې وړاندي یې ویلي ول چې د نواز شریف او زرداري حکومتونه هم راوستل شوي یا سیلیکټډ ول، عمران روره تا دا منلې ده چې ځیني قوتونه د خپلې خوښې خلک راولي، نو دا خبره پاکستان جمهوري تحریک هم کوي، موږ دا غواړو چې د پاکستان په سیاست کې دې د جاسوسي ادارو او پوځي اسټبلشمنټ لاسوهنه نه وي.)

پوځ دې له سیاسته لاس واخلي: پي ډي‌ ایم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان په خپله وینا کې په ملتان کې د پاکستان پيپلزګوند، مسلم لیګ ن او د نورو سیاسي کارکنانو د نیولو او د جلسې ځای ته د لارو بندولو په لړ کې پر حکومت نیوکې وکړي او د راروان جمعې هفتې او اتوار په ورځ یې په ټول هېواد کې د کارکنانو د ځورولو خلاف احتجاجونه اعلان کړل او زیاته یې کړه چې تحریک د حکومت پرضد یوه پرېکنده یا فېصله کن پړاو ته رارسېدلی دی. ((د هېواد له سیاسته مو عمران خان یو اړخ ته کړی دی، اوس هغه کله د ای اېس ای د دفتر دوره کوي او کله د نورو پوځي ځایونو، او د دې تاثر ورکولو هڅه کوي چي زه محفوظه یم، خو ته محفوظه نه یې، له دې روستو پر دیارلسم دسمبر د لاهور جلسه ده او بیا به درپسې اسلام آباد ته درځو.)

د ملتان د جلسې روستو د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز په اسلام آباد کې په خبري کانفرنس کې د اپوزیشن مشرانو د خبرو ځوابونه ورکړل او هغه دا خبره رد کړه چې ګنې عمران خان په انتخاباتو کې د ادارو د لاسوهنې له لارې واک ترلاسه کړی دی.

نوموړي وویل چې د اپوزیشن له جلسو حکومت نه ډارېږي:(دا هغه مولانا فضل الرحمان دې چې تېر کال یې په اسلام آباد حمله کړه وه خو پپيلز پارټۍ او ن لیګ ورسره دهوکه کړي وه او د اسلام آباد نه مایوسه رخصت شوی وو، دا چې یو نیم سل جلسې هم وکړي نو د حکومت یو ویښته هم نه شي لمدولی، دا په دې وجه چې عمران خان د ولس په زور واک ترلاسه کړی او اوس یې هم ولس د یوه مضبوط دېوال غوندې تر شا ولاړ دی.)

د بې نظیر بوټو لور اصفه بوټو د ملتان جلسه کې د ګډون پر مهال: ۲۰۲۰، ۳۰ نومبر
د بې نظیر بوټو لور اصفه بوټو د ملتان جلسه کې د ګډون پر مهال: ۲۰۲۰، ۳۰ نومبر

د ملتان په جلسه کې د پېپلز ګوند مشر بلاول بوټو د کورونا وایرس د مثبت کېدلو په وجه ګډون ونکړو او د هغه خور آصفه بوټو زرداري په دغه جلسه کې ګډون وکړو او په لومړي ځل یې یوې لويې سیاسي غونډې ته په مختصر وینا کې وویل چې د رواوستل شوي سیلېکټډ حکومت د چپه کېدلو وخت رارسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG