د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: زما د حکومت په وخت ټول واک د جنرال باجوه سره وو، پرېکړې هغه کولې


عمران خان په خپله واکمنۍ کې له پوځ سره د اختلافاتو دعوې ردولې او ویل یې چې له باجوه سره یې تعلقات خورا ښه دي - پخوانی انځور.
عمران خان په خپله واکمنۍ کې له پوځ سره د اختلافاتو دعوې ردولې او ویل یې چې له باجوه سره یې تعلقات خورا ښه دي - پخوانی انځور.

د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم یو ځل بیا تور پورې کړی دی چې د ملک د روان حالت ذمه وار د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوېد باجوه دی.

عمران خان د فبرورۍ پر ۱۲مه خپلو پلویانو ته په ویډیويي وینا کې چې د ګوند پر رسمي ټوېټر پاڼه یې برخې خپرې شوې دي، ویلي، د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د عدم تحریک له لارې د ده د حکومت د ختمولو تر شا هم "د باجوه لاس" وو.

عمران خان ويلي چې جنرال باجوه د يو باچا غوندې وو چې له خوښې بغیر یې هېڅ‌ نه کېدل. نوموړي د خپل ويډيو بیان په يوه برخه کې وايي: "باجوه لوی باچا وو. د حکومت کارونه به د هغه له تاييد بغیر نه کېدل. د هر څه دپاسه ناست وو. ټولې پرېکړې هغه کولې."

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي او حکومتي وزیرانو یې د واکمنۍ پر مهال یوشمېر ځلې ټینګار کړی وو چې د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په ګډون یې له پوځي ادارې سره تعلقات خورا ښه دي او د اختلافاتو دعوې ناسمې دي. خو خان تر دندې له لیرې کېدو راهیسې پر پوځي مشرتابه انتقادونه پیل کړل.

داراز، نوموړي په په تېرو وختونو کې بیا بیا تور پورې کاوه چې د امریکا په سازش یې حکومت ړنګ شو. دا هغه تور وو چې واشنګټن، د پاکستان پوځ او د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) ګوندونه، چې اوس واکمن دي، هم په بیا بیا رد کړ. پي ډي اېم هغه مهال ویلي ول چې په قامي اسمبلۍ کې یې پر خان د بې باورۍ تحریک ځکه دایر کړی وو چې هغه په سم ډول د هېواد د اقتصادي او نورو چارو په چلولو کې پاتې راغلی وو.

خو عمران خان له امریکا غږ سره په مرکه کې چې د فبرورۍ پر ۱۲مه خپره شوه، دا هم ویلي چې د جنرال باجوه په وینا یې امریکا د حکومت په ړنګولو کې لاس لاره. دی په دې لړ کې د "یوه پټ سفارتي" لیک خبره هم کوي خو لا یې د خپلې دعوې د ثبوت لپاره وړاندې کړی نه دی.

خان تر دې مخکې د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر کې هم په وینا کې دعوه کړې وه چې د وزیراعظم په حیث باید د حکومتي چارو چلولو ذمه وارۍ د ده وای خو په خبره یې"اصلي واکمن بل څوک" وو. هغه مهال نوموړي د چا نوم نه وو اخیستی.

خو عمران خان د فبرورۍ پر ۱۲مه په ویډیويي وینا کې وویل، چې د ده د حکومت واک د پوځ د هغه وخت له مشر سره وو. دی وايي، جنرال باجوه "د پاچا په څېر ټول واک لاره او ټولې فیصلې د هغه وو. د حکومت کارونه به هله کېدل چې هغه به وویل، هو دا کار سم دی."

د تحریک انصاف مشر په ویډیويي وینا کې ویلي دي چې د پاکستان د خراب وضعیت مسوولیت هم د باجوه دی. "نن چې پاکستان چېرې ولاړ دی نو ذمه وار یې هغه سړی دی چې د حکومت د نسکورولو پرېکړه یې کړې وه او ویلي یې ول چې عمران خان ډېر خطرناک دی. خو له هغې پرېکړې سره چې کومه تباهي راغلې، ولس یې اوس بار (بوج) زغمي او د تپوس څوک نه شته چې څنګه یې دا فیصله کړې وه."

جنرال باجوه د خان د تازه تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د ۲۰۲۲ز کال د نومبر په پای کې یې د خپلې دندې ختمېدو پر مهال ویلي ول چې "تر ډېر غور و فکر وروسته" یې پرېکړه وکړه چې پوځ به نور په سیاست کې ګوتې نه وهي.‌ ده د خان څرګندونو ته په اشاره ویلي ول چې کله پوځ په سیاست کې مداخله ونه کړه نو نیوکې پرې شروع شوې.

تر دې مخکې هم د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیا بیا په سیاسي چارو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي. د پوځ پخواني ویاند جنرال بابر افتخار او د ای اېس ای پخواني مشر جنرال ندیم انجم د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر کې په ګډه خبري غونډه کې د امریکا د سازش او د پټ لیک په اړه د خان څرګندونې رد کړې وې، او ناسمې یې بللې وې.

پوځ د ۲۰۲۲ز کال په مې کې ویلي ول چې په سياست کې یې د ښکېلولو هڅې روانې دي. جنرال افتخار هغه مهال ویلي ول چې باید د هېواد ګټو ته په پام، له سياسته ليرې وساتل شي.

په پېښور کې خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي، د عمران خان "بیانونه" پخوا هم "سم نه ول او اوس هم نه دي. عمران خان په هره طریقه [چې وي] اقتدار غواړي." هغه د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې البته دا "خبره اوس ډېره ښکاره شوه چې د عمران خان او جنرال باجوه ترمینځ جګړه وه. عمران خان غوښتل چې [پخوانی] جنرال فیض [حمید] د پوځ نوی مشر کړي، خو له عمران خانه هغه جګړه جنرال باجوه وګټله."

په پېښور کې بل خبریال لحاظ علي البته ګڼي چې د واکمنۍ پر وخت عمران خان له بېلابېلو ناکامیو سره مخامخ وو، خو په دې ډول څرګندونو چې هغه یې کوي، په ولس کې د "خپل مقبولیت په برقراره" ساتلو کې بریالی شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف مشر له واکه له پرېوتو راهیسې په بیا بیا ټینګار کوي چې د غونډو او احتجاجونو موخه یې د پي ډي اېم په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته مجبورول دي، خو وفاقي اېتلافي حکومت په بیا بیا ویلي، خپله اييني موده پوره کوي او انتخابات به د روان کال په مني کې پر خپل ټاکلي وخت کېږي.

XS
SM
MD
LG