د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمر ایوب: پوځ دې په سیاسي چارو کې له مداخلې لاس واخلي


عمر ایوب د مې پر ۱۳مه قامي اسمبلي ته په وینا کې وویل پوځ دې له سیاسي بیانونو ورکولو څخه ډډه وکړي- پخوانی انځور
عمر ایوب د مې پر ۱۳مه قامي اسمبلي ته په وینا کې وویل پوځ دې له سیاسي بیانونو ورکولو څخه ډډه وکړي- پخوانی انځور

د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو مشر عمر ايوب يو ځل بیا د پاکستان پر پوځ غږ کړی دی چې په سیاست کې دې له مداخلې لاس واخلي.

نوموړي د مې پر ۱۳مه په قامي اسمبلۍ کې د وينا پر مهال وويل چې د پوځ وياند میجر جنرال احمد شریف لخوا په خبري غونډه کې سیاسي بیانونه ورکول د هغه لخوا له اييني دندې څخه سرغړونه او په حکومتي چارو کې مداخله ده.

شريف د مې پر اوومه ويلي ول چې تحريک انصاف باید د ۲۰۲۳ زکال د مې پر نهمه د مظاهرو په وخت، سرکاري او پوځي ودانیو ته د زیان رسولو له امله بخښنه وغواړي.

د پاکستان پوځ د عمر ايوب د تازه وينا په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې په وار وار ويلي چې سياسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د تحريک انصاف بنسټګر عمران خان هغه مهال ادعا کړې وه چې د ګوند خلاف یې د سازش په کېدلو سره ويجاړي د جاسوسي ادارو غړو اړولې چې بايد يو خپلواک عدالتي کمېشن یې پلټنې وکړي.

د عمر ايوب په ځواب کې د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف په اسمبلۍ کې وويل چې که په سیاست کې د پوځ د مداخلې حساب کېږي نو پیل یې باید "له قبره" د جنرال محمد ايوب خان په راویستلو سره وشي.

جنرال ايوب خان د عمر ايوب نيکه او د پاکستاني پوځ پخوانی مشر وو چې په ۱۹۵۸ز کال کې یې د دغه هېواد د لومړۍ پوځي کودتا له لارې واکمن شوی وو.

د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځ تاسیساتو، څلو، او پر دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

تر هغه وروسته پولیسو د تحریک انصاف یوشمېر کسان په هغو پېښو کې د ککړتیا پر تور نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG