د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف وايي اسلام اباد کولای شي د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان د تجارت مخه ډب کړي


خواجه اصف وویل چې هېواد يې له افغانستان سره وسلواله جګړه نه غواړي. پخوانی انځور
خواجه اصف وویل چې هېواد يې له افغانستان سره وسلواله جګړه نه غواړي. پخوانی انځور

د پاکستان دفاع وزیر وايي، که افغانستان پر خپله خاوره د فعالو ترهګرو مخنيوي ونه کړي نو کولای شي چې د هېواد له لارې يې له هند سره د افغانستان تجارتي لاره وتړي.

خواجه اصف د مارچ پر ۲۰مه له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې دړکه ورکړه چې که کابل پر خپله خاوره د پاکستان ضد فعالو "ترهګرو" په مخنيوي کې پاتې راځي نو "پاکستان حق لري چې د افغانستان پر مخ لاره (هند سره د تجارت) وتړي."

د ده په وينا: "که افغانستان له موږ سره د دښمن برخورد کوي نو موږ ولې دوی ته تجارتي لاره ورکړو."

خواجه اصف پر افغانستان د پاکستاني بریدونو په اړه وویل:" يو پیغام ورکول اړين وو چې د پولې هغې غاړې (افغانستان څخه د وسلوالو حملې) ډيرې شوې دي. د ده په خبره، پاکستان غوښتل کې د کابل واکمنو ته پیغام ورکړي چې نور دغسې حالت دوام ته نه پرېږدو."

د پاکستان او طالبانو حکومت ترمینځ تعلقات ولې نه سمېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:05 0:00

البته هغه زیاته کړه چې هېواد يې له افغانستان سره وسلواله جګړه نه غواړي. "زور وروستۍ لاره ده خو له افغانستان سره وسله واله جګړه نه غواړو." د طالبانو حکومت د خواجه اصف د څرګندونو په اړه لا څه نه دې ويلي.

افغانستان کې د پاکستانیو الوتکو هوايي بريدونه

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د مارچ پر ۱۸مه پاکستان بهرنیو چارو وزارت په بیان کې وويل چې د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د "استخباراتو پر بنسټ" د وسله والو په ځایونو بمباري کړې ده. په بیان کې دعوه شوې وه چې د بریدونو موخه د حافظ ګل بهادر ډله وه، چې په وينا يې د مارچ پر ۱۶مه يې په شمالي وزیرستان کې په یو وسله وال برید کې ۷ سرتېري وژلي ول.

د طالبانو حکومت او ټي ټي پي دريځ

خو تر بريدونه وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د مارچ پر ۱۸مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې وويل چې د پاکستان الوتکو د پکتيکا په برمل کې شپږ کسان چې درې یې ښځې او درې یې ماشومان ول، وژلي دي. نوموړي زياته کړې چې پر دې سربېره د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم د پاکستان په بمبارۍ کې دوې ښځې وژل شوي دي.‌

ټي ټي پي او په کابل کې د طالبانو حکومت دريځ درلود چې د وسلوالې ډلې غړي او مشران په افغانستان کې نه بلکې د پاکستان په قبايلي سيمو کې دي. پر خوست او پکتيکا کې تر بریدونو وروسته، د مارچ پر ۱۸مه، د طالبانو حکومت بهرنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد نه کاريږي. وزارت د دې بریدونو په اړه د احتجاج لپاره په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني هم ورغوښتی وو.

له بمباریو وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت ويلي ول چې د دې بمباريوو په غبرګون کې یې سرحدي ځواکونود پاکستاني پوځ په مرکزونو بریدونه کړي دي. دې وزارت د مارچ پر ۱۸مه، پر خپله اېکس‌ پاڼه په پوځي جامو کې د سرپرست دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد تصویر خپور کړی وو او په خبرپاڼه کې یې ورسره ليکلي چې سرحدي ځواکونو یې د پاکستاني پوځ د مرکزونو د نښه کولو په وخت درنې وسلې کارولي دي.

په همدې حال کې د پکتیا او وزیرستان ترمنځ په انګور اډه او پکتيا او کورمې ترمنځ سیمو کې افغان طالبانو او پاکستانيوو ځواکونو له یو بل سره نښتې کړې وې.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني ځواکونو په افغانستان کې دننه بریدونه کوي. تر دې وړاندې یې هم په خوست او کونړ کې بمبارۍ کړې وې چې پکې ګڼ شمېر کسان وژل شوي ول. اسلام اباد په هغو بریدونو کې هم د پاکستانيوو وسله والو وژلو ادعا کړې وه خو طالبانو رد کړې وه.

د پاکستان د طالبانو پر حکومت تورونه

پاکستان په وار وار د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی دی د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې ټینګار کړی دی چې هېچا ته د افغانستان خاوره د بل پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د روان کال په جنورۍ کې ویلي ول چې حکومت یې "پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په جنورۍ کې ویلي ول چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ټي ټي پي ډله په افغانستان کې پټنځایونه نه لري.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

XS
SM
MD
LG