د سعودي عرب په مدینه ښار کې د يوه بس او تېلو ټانکر د ټکر له امله د هند شاوخوا ۴۵ عمره کوونکي وژل شوي دي.
د هند وزيراعظم نریندرا مودي د نومبر پر ۱۷مه تر پېښې څو ساعته وروسته پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې په دې غمیزه ډېر خفه دی او په سعودي عرب کې د هند سفارت د ټولو قربانیانو له کورنيو سره د مرستې لپاره بېړني اقدامات کوي.
د هند اېن ډي ټېلېوېژن د مرستيال وزيراعظم پون کاليان له خولې د وژل شويو کسانو شمېر تاييد کړی او ویلي یې دي چې هغه هنديان له مکې څخه مدينې ته روان ول.
د هندي رسنيو ترمخې اکثره عمره کوونکي د هند د حیدراباد اوسېدونکي دي. هلته ایالتي پولیسو رسنييو ته په استولي بیان کې ويلي چې د ۴۵ کسانو وژل کېدو تاييد ورته شوی دی او له کورنيوو سره يې په تماس کې دي.