د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي پر يو پوځي افسر د عمران خان تورونه جعلي او د منلو وړ نه دي


د پاکستان پخوانی پوځي مشر جنرال باجوه، ولسمشر عارف علوي او عمران خان په پوځي پرېډ کې - انځور له ارشيفه
د پاکستان پخوانی پوځي مشر جنرال باجوه، ولسمشر عارف علوي او عمران خان په پوځي پرېډ کې - انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ وايي د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان لخوا پر يو موجوده پوځي افسر د هغه د وژنې د پلان تور بې بنیاده او د منلو وړ نه دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د مې پر اتمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د پخواني وزیراعظم عمران خان تورونه له ځانه جوړ شوي (جعلي) دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې له شواهدو پرته پر یو برحاله پوځي افسر غیرذمه واره او بې اساسه تورونه لګول د افسوس وړ، خو د منلو وړ نه دي.‌

عمران خان د مې پر درېيمه په يوه جلسه کې د وينا پر وخت يو ځل بیا ويلي وو چې د هغه د وژلو پلان د استخباراتي ادارې يو افسر جوړ کړی دی. که څه هم په خپله وينا کې نوموړي د چا نوم وانخیست خو تر دې مخکې هغه څو ځل ويلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) يو افسر مېجر جنرال فیصل نصیر غواړي هغه ووژني.‌

عمران خان د مې پر نهمه په يوه ويډيويي بیان کې د پوځ د خبرپاڼې په ځواب کې وويل چې پوځ دې د هغه د تورونو ردولو پر ځای له خپل قطاره هغه کسان وباسي چې ملي استخباراتي ادارې بدناموي. هغه زیاته کړه چې نوموړی د پاکستان وزیراعظم پاتې شوی او درواغو ويلو ته یې ضرورت نشته.

د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د پنجاب په وزیراباد کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف پر لاریون ډزې شوې وې چې پکې یو کس وژل شوی وو او د خان په ګډون څو نور کسان ژوبل شوي ول. عمران خان د برید تور د پاکستان پر وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو پر وزير رانا ثناالله او یو پوځي افسر مېجر جنرال فیصل نصیر پورې کړ چې هغوی رد کړ او داراز، د تور پر اساس یې مقدمه هم نه دایرېده.

تر دې وروسته پاکستان سپریم کورټ د پنجاب پولیسو ته امر وکړ چې پر لاریون او خان د برید مقدمه دایره کړي. پولیسو مقدمه درج کړه، خو عمران خان وايي‌ چې د هغه لخوا د اخیستل شويو کسانو نومونه پکې نشته بلکې مقدمه د يو "نامعلوم بریدګر" پر ضد درج شوې ده.

د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ ايتلافي حکومت د تحریک انصاف او عمران خان تورونه رد کړل خو په دې اړه یې د پلټنو لپاره يوه ډله جوړه کړې چې تر اوسه یې له بېلابېلو کسانو پوښتنې روانې دي. د پاکستان پوځ هغه وخت هم د عمران خان تورونه "بې بنیاده" بللي او رد کړي وو.

پوځ د مې پر اتمه، په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې عمران خان کولی شي په دې اړه عدالت ته ورشي. "غوښتنه کوو چې دغه سیاستوال دې قانوني لارې خپلې کړي. د درواغو تورونه دې بند کړي. موږ هم حق لرو چې د غلطو او ناوړه بيانونو او پروپيګنډې پر وړاندې قانوني اقدام وکړو."

په بیان کې هم دا راز ویل شوي چې دغه سیاستوال د خپلو سیاسي اهدافو ترلاسه کولو لپاره له تیر یو کال راهیسې د پوځ او استخباراتي ادارو د چارواکو پر ضد پروپیګنډې ته دوام ورکړی دی.

خو عمران خان د مې پر نهمه په خپل ويډيويي بيان کې د پوځ مطبوعاتي اداره مخاطبه کړه او ويې ويل چې "يوازې د يوې ادارې عزت کول نه دی پکار، بلکې د قام د هر وګړي عزت کول پکار دی."

بل خوا د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د عمران خان د ورستیو څرګندونو غندنه کړې وه. هغه په يو بیان کې ويلي چې عمران خان په بیا بیا د خپلو سیاسي ګټو لپاره د پاکستان پر ملي امنيتي ادارو بې بنیاده تورونه پورې کوي چې حکومت ته د زغم او منلو وړ نه دي.

XS
SM
MD
LG