د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ پر عمران خان د برید د مقدمې دایرولو امر کړی دی


عمران خان د پنجاب په وزیراباد کې پر لاریون په ډزو کې ژوبل شوی وو - د نومبر څلورمې انځور.
عمران خان د پنجاب په وزیراباد کې پر لاریون په ډزو کې ژوبل شوی وو - د نومبر څلورمې انځور.

د پاکستان سپريم کورټ د پنجاب پولیسو ته امر کړی دی چې د تحریک انصاف پر مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان دې د برید مقدمه دایره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې خان د نومبر له اتمې څخه د حکومت ضد لاریون بیا پیلولو اعلان کړی دی.

د پاکستان رسنیو ویلي دي چې مشر قاضي عمر عطا بندیال د نومبر پر اوومه د قضیې اورېدنې پر وخت وویل چې پولیس دې د ډزو د پېښې د سمو پلټنو لپاره ژرترژره مقدمه درج کړي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د لاریون پر مهال په ډزو کې ژوبل شو. هغه ګوند پر هم هغه ورځ او عمران خان د نومبر پر څلورمه دعوه وکړه چې په برید کې شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله او د پوځ یو افسر مېجر جنرال فیصل نصیر شریک کړي.

د پاکستان حکومت د تحریک انصاف او عمران خان تورونه رد کړي دي او په دې اړه یې د پلټنو ژمنه کړې ده. د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) هم د نومبر څلورمې پر ماښام په بیان کې د تحریک انصاف او د عمران خان تورونه "بې بنیاده" وبلل او رد یې کړل.

د تحريک انصاف مشرانو تور پورې کړی چې پولیس د پوځي اېسټیبلېشمنټ له وېرې پر عمران خان د بريد مقدمه نه دایروي او له همدې امله یې سپریم کورټ ته مخه کړې وه.

خو پوځ په خپل بیان کې زیاته کړې وه چې د پېښې د پلټنو ملاتړ کوي.

د نومبر پر پینځمه د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په لاهور کې د خبري غونډې پر مهال د سپریم کورټ له مشر قاضي وغوښتل چې د تحریک انصاف د مشر د تورونو پلټنو لپاره دې د ټولو قاضیانو کمېشن جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د ټولو قاضیانو کمېشن (فول کورټ کمېشن) په اړه به لیک ژر مشر قاضي ته واستوي.

هلته عمران خان د نومبر پر شپږمه د لاهور په شوکت خانم روغتون کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې لاریون به د پنجاب په وزیراباد کې له هغه ځایه پیلېږي چې پکې د ډزو تر پېښې وروسته ځنډېدلی وو.

ده وویل د ټپونو له وجې په لاریون نه ورګډېږي خو هره ورځ به له روغتونه ورته وینا کوي. "موږ فیصله کړې چې زموږ لاریون به د نهې (سې شنبې) پر ورځ په وزیراباد کې له هغه ځایه بیا پیلېږي چې پکې پر ما ډزې شوې وې او یو کس معظم پکې مړ شو وو او ۱۱ ژوبل شوي ول. زه به هره ورځ له شوکت خانم روغتونه [لاریون] ته وینا کوم او لاریونوال به له ۱۰ څخه تر ۱۴ ورځو پورې راولپېنډۍ ته رسېږي."

د عمران خان په مشرۍ حکومت ضد لاریون د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره پیل شوی وو.
د عمران خان په مشرۍ حکومت ضد لاریون د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره پیل شوی وو.

د پاکستان جمهوري غورځنګ دریځ

په همدې حال کې د پاکستان په وفاقي اېتلافي حکومت کې د شامل پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان د حکومت دا دریځ تکرار کړ چې د عمران خان په مشرۍ لاریون اسلام اباد ته داخلېدو ته نه پرېږدي.

نوموړي په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د خان لاریون "ناکامه" شوی دی. "سوال هم نه پیدا کېږي چې [لاریون] دې اسلام اباد ته ورشي او زه خپل حکومت او د پاکستان وزیراعظم ته وایم چې هېڅ نرمه لهجه دې نه کاروي. د پاکستان له سیاست او ولس سره د داسې تماشو اجازه نه شو ورکولای. انشاالله مقابله به یې کوو."

خو عمران خان په لاهور کې په خپلو خبرو کې پر حکومت او پلویانو یې انتقاد وکړ او و یې ویل چې لاریون به یې خپل مرام ته د رسېدو لپاره روان وي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړ چې له ګوجراوالې سره نېږدې په وزیراباد کې تر برید وروسته وځنډېد.

خان وايي، د لاریون یوازینۍ موخه حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته اړ اېستل دي، خو وفاقي حکومت ټینګار کوي چې خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې کېږي.

XS
SM
MD
LG